د کندوز چارواکي وايي والي انجينرمحمدعمر نن ماپښين د غرمې د لمانځه پر مهال په ګاونډي ولايت کندوز کي د يوې چاودني له امله ژوند له لاسه ورکړئ دئ.
د کندوز والي د تالقانو په ښار کي يوه جومات ته د جمعې د لمانځه دپاره تللى وو، چي په مسجد کي دننه د يوې چاودني له امله وژل سوئ دئ.
راپورونه وايي چي په دې چاودنه کي د والي په ګډون ١٤ نور کسان هم وژل سوي او ګڼ شمېر نور لمونځ کوونکي ټپيان سوي دي.
د دې حملې مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو دا په تيرو څو کلونو کي دريم والي دئ چي په چاودنو کي له منځه ځي.
تر انجينر عمر دمخه په ٢٠٠٦ کال د پکتيا والي پوهاند حکيم تڼيوال، په ٢٠٠٨ کال د لوګر والي قومندان عبدالله هم په ورته بريدونو کي وژل سوي وو.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه