يتيم دى هم يسير دى لر او بر د ګل بدن
راښکل غواړي لاسونه لږ په سر د ګل بدن
د وخت سېلۍ ترې ويستي دي جامې لغړ سوغړ دى
چنار دى که نښتر دى که ډنډر د ګل بدن
که غر دى که ورشو ده، د سيند غاړه که دشتونه
د زړه په وينو رنګ دى هر منظر د ګل بدن
مونږ څنګ د نوي کال اومبارکي ورکړو يو بل له
مونږ ټول عمر ژړلي په اختر د ګل بدن
د تن د ديوالونو په تورتم کښې مې ماتم دى
په روح کښې مې رڼا نه شو نظر د ګل بدن
ولاړ دي تماشې ته د ازغو تېره لاسونه
په خپله ګل بدن غوڅوي سر د ګل بدن
زمونږ د سر لمبې به هله مړې شي جل وهلو
چې بلې کړو لمبې په يرغلګر د ګل بدن
اوس نه تړي شرطونه څوک په سر د قهرمان
بې ننګه دى بې ژبې دى رهبر د ګل بدن
دا خاوره دا قبرونه دغه ټول مړي ګواه دي
خرڅ کړي چا هډونه په ډالر د ګل بدن
د مينې او د امن په سپرلي دې ږلۍ اوشه
زمونږ وطن ته مه راوړه سنګر د ګل بدن
غوږ غوږ دې شي دنيا د زنځيرونو شړنګهر ته
راوړم به دغه کلي ته محشر د ګل بدن
دا کريکې سياله ولې دنيا ناوري دا چل څه دى!
دا ښخ چې په سينه کښې دى خنجر د ګل بدن