کور / تازه خبرونه / چارواکي: په کندهار کي د ماين جوړولو کارځاى کشف سو

چارواکي: په کندهار کي د ماين جوړولو کارځاى کشف سو

د کندهار محلي اداره وايي په ارغنداو ولسوالي کي يې د ماين جوړولو يو کارځاى کشف او له منځه وړى دئ.
د ولايت له مقام څخه خپره سوې خبر پاڼه وايي چي دغه ځاى د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د افغان او ايتلافي ځواکونو په ګډو عملياتو کي کشف سو، چي د دولت ضد شپږ وسله وال هم پکښي وژل سوي دي.
همدا راز خبر پاڼه وايي چي په يوه موټر کي يې د تلاښۍ پر مهال ٧٦٠ کيلو هيروئين، ٢٥٠ کيلو چرس، ١٠٠ کيلو تارياک، ٢٠ حلقې ريموټ کنټرول او پنځه پرسونل ضد ماينونه ترلاسه کړي دي.
که څه هم د کندهار چارواکي وخت پر وخت د ماينونو د کشف او له منځه وړلو خبرونه ورکوي، خو دوې شپې دمخه د کندهار ښار د درو پرله پسې چاودنو شاهد وو، چي شاوخوا ٣٥ کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.