کور / تازه خبرونه / د پاکستان کابينې له افغانستان سره د ټرانزيټ تړون تصويب کړ

د پاکستان کابينې له افغانستان سره د ټرانزيټ تړون تصويب کړ

د پاکستان حکومت پرون د وزيرانو په غونډه کي له افغانستان سره د ټرانزيټ هغه تړون تصويب کړ، چي د جولاى په مياشت کي د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د وزيرانو ترمنځ لاسليک سوئ وو.
د دې تړون له مخي به افغاني صادرات په افغاني لاريو کي د هندوستان او پاکستان ترمنځ د واګې تر بندر پوري انتقالېږي، او همدا راز په پاکستاني لارۍ د افغانستان له لاري د جنوبي آسيا تر هيوادونو خپل مالونه رسوي.
په دې تړون کي هندوستان نسي کولاى چي د پاکستان له لاري افغانستان ته خپل مالونه انتقال کړي.