کور / تازه خبرونه / د سولي عالي شورا نن رسماً پرانيستل کېږي

د سولي عالي شورا نن رسماً پرانيستل کېږي

د افغانستان حکومت اعلان کړئ چي نن به په رسمي توګه د سولي عالي شورا چي ٦٨ غړي لري، په رسمي توګه خپل کار پيل کړي.
د دې شورا د جوړېدو پرېکړه درې مياشتي دمخه د سولي په جرګه کي وسوه، چي تېره اونۍ يې ولسمشر کرزي د غړيو نومونه اعلان کړل.
تر اوسه لا دا معلومه نه ده چي د شورا مشري به په څه ډول؟ کوم غړي ته وسپارل سي؟
د سولي عالي شورا ته که څه هم ځيني اميدونه موجود دي، خو ډېرى شنونکي يې د غړو پرترکيب باندي نيوکه کوي او وايي چي ډېرى يې هغسي کسان دي چي له طالبانو سره زړې دښمنۍ لري او اوس هم په زغرده له هغوى سره له جوړي انکار کوي.