کور / هراړخیز / د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۱۵)

د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۱۵)

د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۱۵)


سلطان علاؤالدین خلجیي


تاسو ددې ناول پنځلسمه برخه لولئ….



۲۷


یوه ورځ د کیتهل پلار او د چتوړ را جه رتن سین علاء الملک د زندان څخه را وویست ، او له ځانه سره یی محل ته یوړ ، د علاء الملک سره څو کسه ساتونکې هم ول چې د راجه رتن سین نه مخکې وروسته تلل . کله چې محل ته ور ننوتل نو راجه رتن سین د علاءالملک څخه وپوښتل:


علاءالملک ! زه پوهیږم چې ته ډیر شریف او نیک انسان یی . مذهب پاله او دروند شخصیت یی . خو ګوره چې زما د پوښتنې ځواب په ریښتونوالې سره راکړې . ایا سلطان علاؤالدین زه په دې خاطر را بللې یم چې زما د ګردن دپرې کولو حکم وکړي ؟ که چیرې همداسې وي نو په څرګنده را ته ووایه چې زه د خپل مرګ له پاره تیار و اوسم .


علاءالملک مسکې شو بیا یی دخپل ځان سره روان رتن سین په شا و ټپاوه او ورته یی وویل :


رتن سینه ! هیڅ داسې کومه خبره نه شته . څه وخت د مخه د چتوړ څخه د هندو ډوم څه کسان د سلطان دربار ته راغلې و . هغوې سلطان علاؤالدین ته څه وویل . دا چې څه یی وویل ماته یی په اړه معلومات نه شته . نه پوهیږم چې هغوې ډومونو کوم شکایت کړې دې اویا چا دهغوې څخه شکایت کړې دې، په دې خاطر سلطان علاؤالدین تاسې را بللی یاست . دا چې سلطان به تاسې ته څه وایی نو زه درته په ریښتیا سره وایم چې ماته یی په اړه معلومات نه شته.


راجه رتن سین د کوټوال علاءالملک په دې خبرو باندې باور وکړ او پر مخ یی د ډاډ او اطمینان نښې را ښکاره شوې . تر دې وخت پوې کوټوال دوې هغې خونې ته را ورسول چې علاؤالدین په کې ناست و . د لاس په اښارو سره ساتونکو هغوې و درول په داسې حال کې چې رتن سین یی د علاؤالدین خوني ته ورننویست .


علاؤالدین دراجه رتن سین په ورننوتلو سره دخپله ځایه را پورته شو اوهغه ته یی ښه راغلاست ووایه . او بیا یی ورته په یوه خالی ځاې کې د کیناستو حکم وکړ . راجه رتن سین ویریدلې هملته په یوه خالي ځاې کې کیناست . سلطان علاؤالدین هم د راجه رتن سین مخامخ ځاې کې کیناست . او راجه رتن سین ته یی وویل :


رتن سینه ! لږ څه مخته د چتوړ څه ډوم دلته زما دربار ته راغلی و و ، هغوې نه د چانه ګیله کوله او نه هم شکایت . بلکه هغوې ما ته وویل چې ستا په (رانیو) کې یوه داسې (راني ) هم شته چې د فضا په روښانه لمحو کې د قرمزې وړانګو په څیر ښاسته، په خپرې دښتې کې د ناپیده مرغلرو په څیر حسینه ، ښایسته ، بې مثاله اوبې ځوابه ده ، ددې ډومو وینا وه چې دهمدې راني د آندونو په امواجو کې دوخت تیزې لمحې ډوبیږی ، هغوې دا هم ډاګیزه کړې ده چې ددې رانې د سترګو په خورولو سره په فضا کې په زرونو نغمې را پیدا کوي ، دهغوې خبره دا هم وه چې: کله چې همدا راني د چا سره خبرې کوی نو په ګل اندامه نڅا کې د نغمو د سازونو په څیر اواز را پورته کیږي . ما ته همدې ډومو ویلې دی چې دا راني په خپل ذات کې یوه نوې افسانه ، او د فضا خوشبو ده ، نو وایه چې ستا په رانیو کې داسې څوک شته ؟


د سلطان علاؤالدین په دې خبرو باندې راجه رتن سین سر کښته واچاوه ، اوپه فکر کې ډوب شو ، لږڅه وروسته سلطان ورته یو ځل بیا وویل :


دغه ډومو ماته ددې راني نوم هم ښوولې دې خوزه غواړم په دې اړه له تاڅخه څه واورم ووایه چې ستا په رانیانو کې داسې کومه راني شته ،او دهغه نوم څه دې ؟ دهغه په دې خبره رتن سین خپل سر را پورته کړ او په ډیر غور سره یی سلطان علاؤالدین ته وکتل اوبیا یی ورته وویل :


سلطانه ! دهغو ډومو وینا سهي ده . زما په رانیانو کې یوه داسې شته ، هغه تا مخته کتلې هم وه ، او دلته ستا خدمت ته څو ځلې راغلې هم وه ، ددې په دې خبره باندې سلطان علاؤالدین په ډیره حیرانتیا سره رتن سین ته وکتل او روته یی وویل :


رتن سینه ! ته هسې اخوا دیخوا بې بنسټه خبرې کوې ، تر ننه پورې ستا هیڅ راني زما دربار ته نه ده راغلې ، بیا نو ته ولې وای چې ما به هغه کتلی وي او یا دا چې ما له هغې سره څو ځله کتلی هم دي . د سلطان په دې خبره باندې رتن سین یو ځل بیا په خبرو پیل وکړ او ویی ویل :


سلطانه ! دکومې راني یادونه چې ته کوې او یا د کومې راني په اړه چې د چتوړ نه راغلی ډومو تا ته ویلی دي هغه زما د لور کیتهل مور ده . کیتهل بلکل د خپلې مور په څیر ده ، ددواړو تر منځ هیڅ توپیر نه شته . کیتهل دلته په دهلی کې اوسیږی اوزه ستا سې مننه کوم چې تاسې او درنې ملکې کنول دیوي کیتهل دخپله ځانه سره لکه د خپلې لور په څیر و ساتله . سلطانه ! که تا کیتهل کتلی وي نو داسې وګڼه چې تا دهغې مور هم کتلې ده . درونده سلطانه ! زه دخپلې لور په اړه ستا او ستا د ملکې کنول دیوي ډیر زیات ممنون یم ، زه ستا د لښکر د سالار کمال الدین هم ممنون او مشکور یم چې هغه زما د لور سره د یوځاې کیدو هوډ کړې دې . اوس هغوې دواړه یو بل سره خوښوي ، او اوریدلې مې دي چې هغوې یوبل ته ځانونه منسوب کړې هم دي . دهغه په دې خبره سلطان علاو الدین دخوښۍ اظهار وکړ او ورته یی وویل :


رتن سینه ! ستا وینا سهی ده . کیتهل زما د لور په ځاې ده او کما ل الدین زما د زوې په ځاې . دوې دواړه یو بل سره خوښوي او اوس خو دواړو یو بل ته ځانونه منسوب کړې هم دي . زه به ډیر ژر دهغوې دواړو واده هم وکړ م . خو واوره چې : هغه د چتوړ نه راغلو ډومو ماته دا هم ډاګیزه کړې ده چې ستا راني (پدمني) له ماسره کتل غواړي او غواړي له ما سره څه ووایی . دهغه په دې خبره باندې دراجه رتن سین سترګې و ځلیدې ، سلطان ورته یو ځل بیا وویل :


ته څه قاصدان د چتوړ په لور و لیږه ، اوخپله راني پدمنی دلته را وغواړه ، زه غواړم دهغې سره خبرې وکړم . زه غواړم چې و پوهیږم هغه زما سره څه ویل غواړي . ددې مقصد له پاره او د راني د راوړلو په خاطر به علاءالملک څه وسله وال ځوانان تیار کړی. ایا ته ددې کار له پاره تیار یی. دهغه په دې خبره باندې رتن سین دخوښۍ اظهار وکړ او ویی ویل :


درونده سلطانه ! زه ددې کار له پاره تیار یم . که چیرې ما ته قاصد تیار کړئ نو زه به همدانن د پدمنی په نوم یو لیک و لیکم او ور به یی لیږم ، زه فکر کوم چې زما د لیک د ور رسیدو سره سم به هغه ستا د ساتونکو سره یو ځاې د چتوړ نه دهلی ته راشي .


د راجه رتن سین په ځواب سلطان خوشحاله شو اوبیا یی وویل :


رتن سینه واوره ! ما خو کمال الدین د لښکر د یوې برخې سره د تلنګانه د کلا د سوبې په لور وارنګل ته استولې دې. او زه دهغه لورې د قاصدانو د راتلو انتظار کوم ، زه هیله لرم چې هغه به د وارنګل باغیان و ځپوي ، کله چې دهغې ځاې د سوبې خبر ماته را ورسیږي نوزه به دخپل لښکر سره یو ځاې د چتوړ په لور ورځم ، نوکه چیرې ستا راني پدمني زما په موجودیت کې دهلی ته را ورسیږي نو زه به دهغې سره خبرې وکړم او که دهغې د راتلو تر مخه زه چتوړ ته ولاړم نو زما تر راتلو هغه همدلته وساته . اوس نو ته د علاءالملک سره یو ځاې تللې شې. علاء الملک دخپله ځایه را پورته شو او بیا یی راجه رتن سین دخپله ځانه سره د قصر څخه را وویست او ولاړل .


ددې نه وروسته بیا داسې وشول چې د راني پدمنې د راتلو تر مخه هغه قاصدان چې کمال الدین سلطان علاؤالدین ته را استولی و را ورسیدل . هغوې سلطان علاؤالدین ته دا خبر ورکړ چې کمال الدین د وارنګل ځواک و ځپاوه او د وارنګل په کلا یی قبضه وکړه هغه به هلته څو ورځی پاته کیږی تر څو دهغه ځاې حالات منظم کړي ، دهغې وروسته به د چتوړ په لور روانیږي . ددې خبر به اوریدو سره سلطان د پدمنی د را رسیدو نه مخته دخپل لښکر سره د دهلی څخه د چتوړ په لور وخوزید.


۲۸


کیتهل د راجکنور په میلمستون کې ټیټ سر ، ځانته ناسته وه ، نه شي ویل کیداې چې هغه ولې د تیرشوی وخت د ورک شوي چراغ ، د ورکوشوو انسانانو په څیر خپره او ویجاړه ، په فکرونو کې ډوبه او دځانه بې خبره وه . دهغه په مخ کې د چا د درک دپیداکولو په څیر لټون و .


په همدې وخت کې راجکنور حویلۍ ته را ننوت ، او نیغ دمیلمستون لورې ته راغې، میلمستون ته د ورننوتلو وروسته یی کله چې د کیتهل حالات وکتل نو لږ څه اندیښمن شانته شو . سمدستې یی کیتهل ته وویل :


کیتهل خورې! کولاب او کنپل چیرې دي ؟ او ته ولې دومره اندیښمنه او غمژنه یی؟ کیتهل سمدستې خپل ځان را ټول کړ او ویی ویل : کنپل او کولاب ورندار دواړه د غذا په تیارولو کې مصروف دي ، راجکنور محسوس کړه چې دکیتهل په خبرو کې د پخوانیو تیرو شوو لمحو تریخوالې شانته پروت دې . په همدې وخت کې کولاب دیوي او کنپل دیوی دواړه د پخلنځي څخه را ووتې او میلمستون ته راغلې ، کیتهل دهغوې په کتلو سره خپل ځان پوره پوره سنبال کړ ، په همدې وخت کې راجکنور هم ورغږ کړ : کیتهل ، زما خوږې خورې ! ما تاته یو ښه خبر راوړې دې خو شرط دادې چې تر هر څه دمخه ته خپل غم او اندیښنه یوې خواته و غورزوې دهغې وروسته به زه هغه څه ووایم چې ویل یی غواړم . دهغه په دې خبره باندې کیتهل په خپلو شونډو باندې مصنوعي شانته خندا را وړه او ویی ویل : ایا زما له پاره هم ښه خبر پیدا کیدې شي ؟ دهغې په دې خبره باندې راجکنور په شوخ اواز سره وویل :


هو ! کیتهل خورې! تاته بې شمیره ښه خبرونه شته ، داسې وګڼه چې ما تاته د کمال الدین په اړه یو ښه خبر راوړې دې . د کمال الدین د نوم د اوریدو سره کیتهل ټکان شانته وخوړ . او په لټونکو او څارونکو سترګو سره یی د راجکنور په لور وکتل :


راجکنوره وروره ! تا د کمال الدین څخه څه ډول خبر راوړې دې . دهغې په دې خبره باندې راجکنور د خبرې د اوږیدیو په خاطر وویل :


ګوره خورجانې ! تا زما په خبره باندې ټکنۍ شانته شوې . ګوره ! ما خو تاته ویلی دې چې تاته ډیرې زیاتې خوشخبري شته . زه پوهیږم چې ته د کمال الدین په اړه ډیر څه اوریدل غواړې ، دا چې هغه اوس داوخت چیرې دې ، څنګه دې . واوره خورجانې ! کمال الدین او کریم الدین دواړه دا وخت د خپل لښکر سره یو ځاې د وارنګل په لور تللې دي . خو ددوې د ورسیدو د مخه ددښمن لښکر هلته د وارنګل نه بیرون خپل ستر لښکر ر ا ټول کړې و . هغوې کمال الدین او کریم الدین دواړو ته ددمې کولو فرصت هم ورنه کړ .او سمدستي یي جنګ پیل کړ .


کیتهل خورې ! ستا کمال الدین د وارنګل نه بیرون باغیانو او سرکشانو ته سخته ماتې ورکړه ، بیا د وارنګل ښار ته ورننوت او هلته په ښار کې یی د خونړي جنګ نه وروسته پر دښمن غلبه او بری وموند. باغیانو ته یی د ماتې د ورکولو وروسته د وارونګل شهزاده هم له ځانه سره بندې و نیو .


کیتهل خورې ! تر څو ورځو پورې کمال الدین او کریم الدین هملته پاته شول ، دهغه ځاې حالات یی منظم کړل ، او اوس هغوې د چتوړ په لور کوچ کړې دې . دهغوې په اړه دا خبر څو لحظې مخته د هغه قاصدانو راوړ . او ماته د ښار نائب کوټوال دا خبره وکړه . په اصل کې قاصدانو غوښتل دا خبر تر هر څه لمړۍ سلطان علاؤالدین ته ورسوي خو دهغوې د راتلو د مخه سلطان علاو الدین د چتوړ په لور کوچ کړې و .


ددې نه مخته هم څو کسه قاصدان راغلی و ا و سلطان ته یی د وارنګل د فتحې په اړه خبر ورکړې و . اودهمغوې په خبره باندې سلطان د چتوړ په لور حرکت وکړ . خو بدبختانه چې ماته دهغو قاصدانو د را تلو او دداسې ښه خبر نه د خبریدو په اړه معلومات تر لاسه نه شول . څرنګه چې په دې دوران کې ما د علاء الملک سره و نه شو کتلاې نو په دې خاطر ما لمړې خبر تر لاسه نه شو کړاې . ددې نه اخوا په هغه ورځ چې قاصدان راغلی و و ، نو په همغه ورځ سلطان علاؤالدین خپل زوې خضر خان او علاءالملک سره یو ځاې د چتوړ په لور خوزیدلې و .


ددې خبرې په اوریدو سره ورانه ویجاړه کیتهل بیرته د تازه والی په لور را وګرزیده . او س نو دهغې په سترګو کې دخوشحالۍ نغمې وې ، دهغې په سحر ناکه شونډو باندې مسحوره ونکې خندا وه ، کیتهل تر یوه وخته پوې ددې خبرې څخه خوند اخست ، هغې غوښتل په ځواب کې راجکنور ته څه ووایی ، خو چپ او غلې پاته شوه . ځکه چې په همدې وخت کې دوه کسان په داسې حال کې چې خپل آسونه یی د واګو نیولې وو د حویلۍ انګړ ته را ننوتل ، میلمستون ته په رانزدې کیدو سره یی خپل آسونه پریښودل او نیغ میلمستون ته را ننوتل . دا سې څرګندیده چې را تلونکې دواړه کسانو، راجکنور ، کولاب او کنپل لا د پخوا څخه پیژندل . کله چې هغوې میلمستون ته را ننوتل نو راجکنور ور پورته شو او په ډیره ښه توګه یی دهغوې استقبال وکړ . د هغوې سره یی غاړه ورکړه او دکیناستو ځایونه یی ور په ګوته کړل . راغلیو کسانو د راجکنور سره د روغبړ وروسته د کولاب ، کنپل او کیتهل پوښتنه هم وکړه. بیا په هغو ځایو کې چې راجکنور ورته تیار کړې و کیناستل . دغه دواړه راغلی کسان یو «پورن مل» اوبل یی «مادهوراې» وو. پورن مل د کیتهل دپلار او دجیتور د راجه رتن سین د لښکر سالار و او مادهوراې یی نائب سالار و . دهغوې دواړو دداسې ناڅاپې راتلو په اساس کولاب ، کنپل او کیتهل درې واړه په اندیښنه کې لویدلې و. بیا راجکنور هغوې دواړو ته مخ کړ او ورته یی وویلې :


تاسې دواړه د شپې په دې تیاره کې څنګه دهلی ته راغلی یاست ؟ دهغه دخبرې په ځواب کې پورن مل راجکنور ته وکتل او ورته یی وویل:


زه او « ما دهوراے» دیوې ډیرې مهمې پریکړې په مطابق د کیتهل لور سره د سلا مشورې په خاطر راغلی یو . اصلی خبره داده چې د جیتور څه کسه بهانډان د سلطان علاؤالدین دربار ته راغلي و او کیتهل د مور پدمني راني دښایست او جمال ډیر زیات صفت یی ورته کړې و او تر څنګ یی دا ویلی و چې راني پدمنی غواړې د سلطان په دربار کې حاضره شي ؟


دهمدې ډومو په څرګندونو سره سلطان علاؤالدین زمونږ راجه رتن سین د زندان نه را ویستلې و اوخپل ځان ته یی راغوښتې و، لمړۍ یی د هغه څخه دپدمنی په اړه معلومات تر لاسه کړې و ، چې دهغې دمعلوماتو له پاره د کیتهل پلار سلطان علاؤالدین ته ویلی و چې زما د ښځې پدمنی شکل او صورت بلکل زما دلور کیتهل په څیر دې . نو علاؤالدین حکم وکړ چې څو کسه قاصدان واستوئ او پدمنې دلته زما دربار ته راوړئ . تر څو زه وپوهیږم چې هغه څه ویل غواړی .


خو ګوره راجکنوره ! مونږ هغه دواړه قاصدان هملته په چیتور کې پرې ایښي دی ، لمړۍ زه او مادهوراې راغلو تر څو په دې لړ کې د کیتهل سره سلا مشوره وکړ و . مونږ اندیښمن یو چې که چیرې پدمنې دلته راغله نو سلطان علاؤالدین به په زوره هغه په خپل حرم کې داخله کړي . کیتهل سمدستې دهغوې په دې خبره وویل چې :


نه ! هیڅکله به هم داسې و نه شي ! ایا هغو ډومو ته زما مور پخپله ویلی و چې دسلطان سره دکتلو هیله لري ؟ دهغې ددې پوښتنې په ځواب کې پورن مل وویل : بیشکه دهمغو ډومو په اساس پدمنې د سلطان سره د کتلو هیله څرګنده کړې وه . دهغوې په دې خبره کیتهل سمدستی وویل :


نوکه خبره همداسې وی نو بیا خو د ویرې هیڅ ځاې نه شته ، زما مور باید سمدستې د سلطان په دربار کې را حاضره کړل شي اودهغه نه دې وغواړي چې زما پلار دې ازاد کړي . دهغې په دې خبره باندې پورن مل لږ څه تریخ شانته شو او ویی ویل : که چیرې سلطان علاؤالدین پدمني په خپل حرم کې داخله کړی نو بیا ؟


کیتهل یو ځل بیا خپله پاکې بیان کړه او ویی ویل :


نه ! داسې به هیڅکله هم و نه شي ! تاسې دواړه پوهیږئ چې په قد، ونه ، ښایسته والی او شکل کې زه او زما مور دواړه یو شانته یو ،خو زما د مور ځوانې له منځه تللې ده ، اوزه د ځوانۍ په موسم کې یم نوکه چیرې زما د مور د ښایسته والی او هغې د حسن څخه سلطان اغیزمن کیدې او په خپل حرم کې د هغه د ورداخلیدو هڅه یی په زړه کې وای نو تر ټولو اول به یی زه په خپل حرم کې و ر داخله کړې واې . ځکه زه څو څو وارې د سلطان دربار ته ورغلې یم . خو هغه ټول وخت ما ته د لور په نوم غږ کړې دې . نو دداسې یوه سلطان څخه چې د یوې ښځې لور ته خپله لور ووایی، څنګه دا توقع کیداې شي چې هغه دې زما مور پدمنی په خپل حرم کې داخله کړي ، نه ، داسې به هیڅکله هم و نه شی .


دهغې په دې خبره مادهوراے داسې وویل :


راځئ چې دا بحث اوس پریږدو ، هغه وخت چې د سلطان علاؤالدین قاصدان هلته چیتور ته را ورسیدل اوهغوې پدمنې ته د سلطان حضور ته د ور مخکیدو پیغام ورکړ نو په همغه وخت کې مونږ ټولو سردارانو سره سلا وکړه چې خپل راجه رتن سین ووژنو ځکه چې هغه خپله پدمني د سلطان په حضور کې د وړاندې کیدو له پاره ورغوښتې ده . او دا د راجپوتانو له پاره د بې عزتۍ خبره ده . په داسې حال کې چې زمونږ ددواړو او تر څنګ یی د ټولو راجپوتانو د سردرانو رایه داده چې نه ، راجه باید و نه وژل شی بلکه مونږ ټولو دا پریکړه کړې ده چې د راجپورت ځان ځارونکو یوه ډله دهلی ته ولیږو اوکله چې شپه تیره شی نو د ورځې دې دهلی ته ور ننوځی او دا دې خپره کړې چې راني پدمنی په ډولۍ کې ناسته دخپلو نورو دوستانو سره یو ځاې دسلطان په خدمت کې د حاضریدو په خاطر دهلی ته را روانه ده .


ډولۍ به خالی نه وې بلکې دهغې په ځاې به یو بل څوک په ډولۍ کې ناست وی، خودا وسله وال ځوانان به د غه ډولۍ زندان ته وړی نو راچپوت ځوانان به خپلې تورې له تیکه را وکاږی او په زندان به حمله وکړی ، دهغه ځای ساتونکې به ووژنې اوخپل سردار راجه به له زندانه را وکاږی او د یوه آس په کومک به یی ژر خپل وطن ته راوړی .


ترد ې ځایه دخبرو به وخت کې پورن مل راجکنور او شهزادګۍ کیتهل ته په ډیر غور او دقت سره کتل اوبیایی وویل:


زما په فکر چې تاسې دواړه ورور اوخور به هم زما ددې مشورې سره متفق یاست ! د راجکنور څخه دمخه شهزادګۍ کیتهل به خبرو شوه او ویی ویل :


پورن مل : هغه څه چې تا وویل هغه سهي دی او زه ددې وړاندیز سره متفقه یم . بلکه ما غوښتل همداسې یو وړاندیز وکړ م . خو په دې وړاندیز د عمل کولو په وخت کې یوه خبره باید په یاد اوسي چې په دې ټول پلان کې زما او د راجکنور نوم و نه اوسیږی. پورن مله ! زه او راجکنور دواړه د سلطان علاؤالدین مالګه خوړونکې یو ، سلطان زه دیوې لور په څیر ساتلې یم ،په داسې حال کې چې راجکنور د سلطان دلښکر یو سالار دې ؟


کله چې کیتهل غلی شوه نو راجکنور په خبرو پیل وکړ او ویی ویل :


پورن مل ! کیتهل سهی خبره کوی ، په دغه ټول پلان کې زما او دکیتهل نوم باید وا نه خستل شي ، پرمونږ د سلطان ډیر زیات احسانات دي . او بیا دا هم په یاد ساتئ چې که چیرې زما او یا دکیتهل نوم واخستل شو نو دکیتهل راتلونکې به د تباهۍ سره مخ شي . دا به تاسو ته معلومه وی چې دکیتهل نکاح د سلطان د لښکر د لمړي سالار کمال الدین سره شوې ده . کیتهل پخپله کمال الدین خوښوی اوکمال الدین هم کیتهله دخپل ژوند دملګرې په څیر دځان له پاره غواړي . او کیداې شي ډیر ژر ددوې دواړو تر منځ واده هم ترسره شي . که چیرې کیتهل مو په دې معامله کې راښکله نو بیا یادساتئ چې زه او کیتهل دواړه به دسلطان په سترګو کې را و غورزیږو . د کیتهل له پاره به دکمال الدین تر لاسه کیده ډیره ستونزمنه بلکه نا شوني وګرځی ، اوس نو د کوم وړاندیز په اړه چې تاسو فکر کړې د هغې د پلې کولو له پاره قدم واخلئ.


دکمال الدین سره د شهزادګۍ کیتهل د نکاح په خبره باندې نه یوازې پورن مل بلکه مادهوراې هم د نفرت څرګندونه وکړه . ددواړو مخونه خړ پړ شول . اوپه داسې توګه یی راجکنور او کیتهل ته وکتل چې په هغې کې نفر ت اوکرکه را ټوله شوې وه . بیا دواړو په ډیره عجیبه توګه یو بل ته وکتل اوبیا پورن مل وویل :


مونږ خو د ټولو انتظاماتو سره یو ځاې راغلی یو. زمونږ څو کسه ځوانان په دې وړاندیز باندې د عمل کولو له پاره ددهلی بیرون تیار ولاړ دي . مونږ دواړه اوس وځو او ژمنه کوو چې ددې پلان په پلې کولو کې به د راجکنور او کیتهل نوم نه اخستل کیږي . ددې خبرې سره سم پورن مل او مادهوراې دواړه پورته شول او دحویلۍ نه بیرون ووتل :.


پرلپسې لري…..