زما دسولې ارمان داميدونو غوټۍ
دهر شهيددوينو د ارمانونو غوټۍ
دهرزانګوماشوم ته ارام او خوب دپاره
د بشريت نړۍ ته دګلابونو غوټۍ
*****
دجنګ دګرمولمبوداختتام په هيله
دبشريت ژوندون ته د ښه ارام په هيله
په ټوپکيانو باندې اوازدسولې کوي
دنړۍ ټول خلکو ته داحترام په هيله
****
چې دنړۍ ميندې جنګوکې بورې نه شي
لکه افغانې ښځې ويرته مجبورې نه شي
جنګ خوبلاده خلکوجنګ خو تباهي راولي
جنګ بشريت لره تل ستره بدمرغي راولي
****
زما دسولې ارمان خواږه خيالونه غواړي
دجنګ معيبو لره پښې او لاسونه غواړي
چې په بمونو باندې کورونه ونړيدل
داسې بی کورو لره نوې کورونه غواړي
****
زما دسولې ارمان دهرانسان دپاره
دطبعيت غېږه کې دښکلاګان دپاره
چې نه دژبي فرق وي اونه تعبيض دنژاد
دپيوستون زيرى وي دټول جهان دپاره
****
زمادسولې ارمان دهرا فغان دپاره
راځئ چې يوشوسره نوم دانسان دپاره
په نړۍ غږ وکړوچې مونږه سوله غواړو
حفيظ هم سوله غواړي دټول جهان دپاره
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه