امريکې ويلي چې دتورخم لويې لارې پرانيستولپاره پاکستاني چارواکوسره خبرې اترې رواني دي .
واشنګټن کې خبريالانوسره دپنټاګون وياند وويل افغانستان کې دبهرنيوځواکونو لپاره داکمالاتي کاروانونو درسولو نورې لارې هم شته .
نوموړي زياته کړه چې دپاکستان سره خبرې اترې رواني دي اوتمه ده چې دتورخم لويه لاره به داکمالاتي کاروانونو پرمخ پرانيستل شي .
دا په داسې حال کې ده چې دبهرنيو ځواکونو لخوا دپاکستاني سرتيرو له وژل کيدو وروسته پاکستان دبهرنيوځواکونوپه اکمالاتي کاروانونو په تګ راتګ له تيرو اوو ورځو راهيسې بنديز لګولى دى.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه