دټاکنو خپلواک کميسون وايي چې ټاکل شوې وه چې دولسي جرګې درايي شميرنې لومړۍ پايلې به دتلې په اوولسمه نيټه اعلان شي، خودغه نيټه دروانې مياشتې پنځه ويشتمې نيټې ته وځنډول شوه .
دټاکنوخپلواک کميسون ددغه څرګندونو ترڅنګ وويل تردې دمه يوسلو دوه څلويښت نوماندان دولسي جرګې په ټاکنوکې د درغليوپه تور د ټاکنيزو شکايتونو کميسون ته ورپيژندل شوي دي .
دا په داسې حال کې ده چې دټاکنو خپلواک کميسون ديوشمير ولايتونو قسمې پايلي اعلان کړي دي .