امريکايي چارواکي وايي چې دافغانستان دجګړې په اړه په روانه ستراتيژۍ کې دعمده بدلون هوډ نه لري .
دنوموړې هيواد ولسمشرباراک اوباما دکنګرس مشرانوته ويلي چې دوى به دتيرکال جوړې شوې ستراتيژۍ ته پام وکړي
نوموړي ټينګار وکړ چې روانه ستراتيژي په اوسني وخت کې بدلون ته اړتيا نه لري .
اوباما دغه څرګندونې په هغه ليک کې کړي چې په دي وروستيوکې دسپينې ماڼۍ څخه خپور شوى .
دغه ليک وروسته له هغې خپور شوى چې داوباما جګړې په کتاب کې ويل شوې وه چې دسپينې ماڼۍ چارواکي دافغانستان دجګړې په اړه نوي ستراتيژي غوره کوي.