په نيويارک ښارکې دناکامه بم ايښودنې اصلي عامل فيصل شهزاد په عمري قيدمحکوم شو.
په امريکامتحده ايالاتونوکې يوې محکمې فيصل شهزادته چې پنځه مياشتې وړاندې يې هوډ درلود، له چاوديدونکو توکوڅخه ډک موټر د نيويارک په ټايمزډګر کې والوزوي په عمري بندمحکوم کړ.
ديادونې وړده فيصل شهزاد ديادو تورونو په تړاو د امريکا جي اف کينيدي په هوايي ډګرې کې په داسې مهال ونيول شو، چې دوبۍ ته روان و.
نوموړي له نيول کېدو وروسته خپل ټول جرمونه منلي وو.