کور / تازه خبرونه / ننګرهار والي د موزيم د جوړېدو د چارو حال واخيست

ننګرهار والي د موزيم د جوړېدو د چارو حال واخيست

د ننګرهاروالي ګل اغاشيرزي په ننګرهارکې دختيځو ولايتونو په کچه دلوي موزيم دجوړيدو په موخه دسراج العمارت ودانۍ دشل فيصده کار دبشپړيدو په اړه داطلاعاتو اوفرهنګ له رئيس اورنګ صميم څخه معلومات وغوښتل.
داطلاعاتو اوفرهنګ رئيس وويل دسراج العمارت ودانۍ اتياسلنه کار دننګرهاروالي په لارښوونه ترسره شوى دى او په پام کې ده چې شل فيصده متباقي کاربه يې په نږدې راتلوونکې کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفني اومسلکي پلاوي په وسيله پيل اوپه لنډه موده کې به پاى ته ورسيږي .
دننګرهاروالي ددغه زيار اوچمتوالې څخه مننه وکړه اودجلال اباد ښاروالۍ ته يې لارښوونه وکړه چې دجمهوري رياست په غوښتنه دي ددغه ودانۍ دمورفقي ورحل بشپړاو اطلاعاتو اوفرهنګ رياست ته دي وسپاري .