کور / تازه خبرونه / کندهار: چاودنو ١٠ تنه مړه ٢٥ ټپيان کړل

کندهار: چاودنو ١٠ تنه مړه ٢٥ ټپيان کړل

د کندهار سيمه ايز چارواکي وايي تېر ماښام درو پرله پسې چاودنو شاوخوا ٣٥ کسانو ته مر ګ ژوبله واړوله.
د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي ويلي په دې چاودنو کي چي هدف يې د پوليس يو کاروان وو د ښار په لوېديځ ميرويس مېنه کي د پنجوايي پر دوه لاري رامنځته سوي دي.
د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي د پېښي ډېر قربانيان ملکي وګړي دي.
د کندهار د ولايت مقام په دې چاودنو کي د يوه پوليس مړېنه تائېد کړې او او وايي څو نور پوليس په ټپيانو کي هم شامل دي.