کور / تازه خبرونه / اسلام آباد: په اسلامي پوهنتون کې د فیس د زیاتوالي په ضد مظاهرې

اسلام آباد: په اسلامي پوهنتون کې د فیس د زیاتوالي په ضد مظاهرې

دا دوه همه ورځ ده چې په د اسلام آباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د فیس د زیاتوالي په ضد مظاهرې کیږي. تېره ورځ په دغه پوهنتون کې د نجونو مظاهره وشوه، چې د ماسپښین تر دریو بجو یې دوام وکړ. او د درسي خونو تر څنګ یې د پوهنتون اداري خونې هم د استادانو او مامورینو پرمخ تړلې وي، او چاته د درس ویلو او د پوهنتون ساحې ته د موټرو په ننوتلو هم بندیز لګیدلي ؤ. نن د چهارشنبې په ورځ هم د هلکانو مظاهره روانه ده، چې د پرون په شان درسي او اداري خونې یې بندې کړې. د پوهنتون اړوندې ساحې ته د موټرو په ننوتلو بندیز لګېدلي، او محصلین د فیس د زیاتوالي په ضد شعارونه ورکوي.