نن افغانستان کینیا ته د لویو وچو په څلور ورځینۍ سیالۍ کې په ۱۶۸ منډو ماتې ورکړه. افغانستان په خپلو دوو پاڼیو کې د کینیا لوبډلې ته ۶۱۷ منډې کړي وي.
افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې کینیا ته په ۱۰۵ اورنو کې ۴۶۴ منډې او په دویمه پاڼۍ کې د ۴۹.۱ اورنو په لوبولو یې ۲۰۷ منډې کړي وي.
خو د کینیا هیواد لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۳۹.۵ اورنو په لوبولو یې ۱۶۰ منډې وکړي او ټول لوبغاړي یې د لاسه ورکړل. په دویمه پاڼۍ کې د افغانستان هدف کینیا ته ۵۱۲ و، د کینیا د هیواد لوبغاړي په دویمۍ پاڼۍ کې پښې ټینګې کړي او د ۶ لوبغاړو په سوځیدلو یی افغانستان ته په لومړۍ ورځ ۳۲۴ منډې وکړي، نن سهار ۱۱ بجې چې اخري ورځ و د افغانستان لوبغاړي د نوې توپ اچونې پلان سره لوبغالي ته راښکته شول او کینیا ته یې په ۱۶۷ منډې ماتې ورکړه.
نن کینیا په خپله دویمه پاڼۍ کې ۳۴۴ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې په ۹۰.۵ اور کې له لاسه ورکړل، په همدې سره افغانستان د دې لوبې ۲۰ پوانټونه تر لاسه کړل او د لویو وچو د سیالۍ د پوانټونو په شمېر پاڼه کې لومړی مقام تر لاسه کړ.
اوس افغانستان د دې لوبې په ګټلو سره ۹۷ پوانټونه لري او د لویو وچو د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ په جام کې لومړی مقام تر لاسه کړ. د دې لوبو پای لوبه به د افغانستان او سکاټلینډ تر منځه په متحده اماراتو کې د ډیسمبر په میاشت کې کیږي.
د کینیا سره په لوبه کې افغان ځلیدلې لوبغاړي
په لومړۍ پاڼۍ کې د توپ وهنې په ډګر کې ځلیدلي افغان لوبغاړي:
نوروز منګل د ملي لوبډلې کپتان په لومړۍ پاڼۍ کې د ملي لوبډلې د کینیا خلاف ملا وتړله، په ۱۸۷ توپونو يې ۱۶۸ منډې وکړي ۳۲ پکې څلوریزې وی او یوه یې پکې شپږیزه ووهله.
میرویس اشرف په ۱۱۸ توپونو ۸۰ منډې په لومړۍ پاڼۍ کې وکړي، ۱۲ پکې څلوریزي او یوه یې پکې شپږیزه و.
محمد شهزاد محمدي په ۶۸ توپونو ۷۲ منډې وکړي ۱۲ پکې څلوریزې او یوه پکې شپږیزه و.
کریم صادق ۵۵ منډې وکړي او ۱۰۹ توپونه یې ولوبول، صارق ۹ څلوریزې او یوه پکې شپږیزه و.
د لومړۍ پاڼۍ په توپ وهنه کې ځلیدلي لوبغاړی:
حمید حسن ۱۳ اورونو وکړل، ۷۰ منډې ورکړي او ۵ لوبغاړي د کینیا وسوځول.
محمد نبي ۱۳ اورونه وکړل ۵ پکې تش یا بې منډو کړي او ۳۰ منډې ورکړي دي.
د دویمې پاڼۍ په توپ وهنه کې خلیدلي لوبغاړي:
جاوید احمدي په ۵۹ توپونو ۵۵ منډې وکړي چې ۸ پکې څلوریزې وي.
د دویمې پاڼۍ په توپ اچونه کې ځلیدلي لوبغاړي:
حمید حسن ۱۸.۵ اورونه وکړل او د کینیا ۶ لوبغاړي یې وسوځ. په دې اورنو کې حمید حسن کینیا ته ۸۷ منډې ورکړي.
د روانو سیاليو په اړه اړین معلومات:
د کينيا سره څلور ورځنۍ لوبه د کرکټ د نړيوالې شورا د انټرکانټننټل لوبو په ترڅ کې ترسره کېږي چې له افغانستان برسېره په کې شپږ نور هېوادونه (زيمبابوی، هالينډ، ايرلينډ، کاناډا، کينيا، او سکاټلينډ) برخه اخلي. دا شپږواړه هېوادونه د یوې ورځنۍ لوبو حیثیت هم لري.
دانترکانتننټل سيالي په ۲۰۰۹ کال کې پيل شوې او د ۲۰۱۰ کال په ډيسمبر کې به پای ته رسي چې پايلوبه به یې په عربي متحده اماراتو کې ترسره کېږي.
په دې لوبو کې افغان ملي لوبډله په لاندې ډول ده:
. ۱- نوروز منګل
. ۲- محمد نبي عیسی خېل
. ۳- ميرويس اشرف
. ۴- کريم خان صادق
. ۵- محمد شهزاد محمدي
. ۶- حميد حسن
. ۷- نور علي ځدراڼ
. ۸- سميع الله شينواری
. ۹- اصغر ستانکزی
. ۱۰- شاهپور ځدراڼ
. ۱۱- خالقداد نوري
. ۱۲- نور الحق ملکزی
. ۱۳- عزت الله دولتزی
. ۱۴- محمد جاوید احمدي
په دې سفر کې به د ملي لوبډلې سره تخنیکي مسؤلین په لاندې ډول دي:
د ملي لوبدلې مدیر: نظیم جار عبدالرحیمزی
د ملي لوبدلې روزونکی: راشد لطیف
د ملي لوبډلې فیزیو: عظیم ملک
د ملي لوبډلې ویډیو څیړونکی: داود بابر
د دې سیالۍ په اړه اړین معلومات:
د کينيا سره څلور ورځنۍ لوبه د کرکټ د نړيوالې شورا د انټرکانټننټل لوبو په ترڅ کې ترسره کېږي چې له افغانستان برسېره په کې شپږ نور هېوادونه (زيمبابوی، هالينډ، ايرلينډ، کاناډا، کينيا، او سکاټلينډ) برخه اخلي. دا شپږواړه هېوادونه د یوې ورځنۍ لوبو حیثیت هم لري