د آى جې سي عامه اړيکو د فتر څخه لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د يولړ فوځي عملياتو په ترڅ کي يې يو طالب قوماندان نيولى . د خبرپاڼي په حواله چي ياد قوماندان پر بهرنيو او افغان ځواکونو باندي حملې کړي او هم يې په هغه بريد کي چي پر جمهوري رياست ترسره سو لاس لاره . په خبرپاڼه کي د نوموړي قوماندان په اړه نور معلومات او نه يې هم د نيولو ځاى په ډاګه سوى خو يوازي دونه ويل سوي چي نوموړى يې د يو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نيولى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه