کور / تازه خبرونه / د کمرګ رياست د ٩ خالي بستو دپاره ازموينه واخسته سوه

د کمرګ رياست د ٩ خالي بستو دپاره ازموينه واخسته سوه

د کندهار ولايت مقام په تالار کي دهغو ٣٢ تنو څخه چي د کندهار ولايت د ګمرک رياست د شپږم بست لپاره يې ځانونه کانديد کړي ول د هئياتو په وړاندي ورڅخه ازموينه واخسته سوه .
په نوموړې ازموينه کي د کندهار ولايت مقام په نماينده ګي اجرائيه رئېس ، اداري رئېس کمين، د ښځو چارو رياست استازى، د ګمرک رياست استازي، د داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواکي ادارې استازو ګډون کړى وو.
دکندهار ولايت د ګمرک رئېس سيد مزمل شاه سادات د نوموړي نوو مامورينو استخدام د کار و اهل کار ته د سپارلو دپروسې له مخي د خپل رياست په کارونو کي د ګړنديتوب زېرى وبلى . او وې ويل چي په دې سره به هغه ستونزي تر يوې کچي هواري سي چي د مامورينو د نستوالي له کبله په مخ کي پرتې وې .
د يادوني وړ ده چي تر دې ازمويني يوه ورځ مخکي هم دمخابراتو رياست دپاره پنځو تنو ازموينه ورکړې وه چي وروسته به بريالي کسان پر دندو وګمارل سي .