لراوبر ته د کندهار ولايت مقام دمطبوعاتي دفتر څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي تېره ورځ د ارغنداؤ ولسوالۍ د خسرو په کلي کي د افغان او ايتلافي ګډو ځواکونو له خوا د پلټوونکو عملياتو په ترڅ کي درې وسله وال ووژل سول . په خبرپاڼه کي همدا ډول يادونه سوې چي د وسله والو د چاودېدونکو توکو يوه دستګاه يې او يوه کړۍ ماين يې کشف او له منځه وړى دئ . په خبرپاڼه کي په يوه بل خبر کي ويل سوي چي د پنجوايي ولسوالۍ د پنجوايي ولسوالۍ په نودې کلي کي حکومتي ځواکونه د وسله والو د يوه کمين سره مخامخ سول چي پکښي حکومتي لوري ته کوم زيان نه دئ اوښتى خو د وسله والو طالبانو دوې عرادې موټر سايکلونه د حکومتي ځواکونو لوري ته ورغلي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .