د هندوستان جنرال کونسل پير مال چي د کندهار د باندنيو چارو رئېس شاه احمد سيد يې ملتيا کوله تېره ورځ تر غرمې وړاندي د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا سره د هغه د کار په دفتر کي وليدل .
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا وويل چي د هندوستان هيواد تعليمي نصاب ډېر په ښه ډول سره مخ ته ځي او هغه شمېر محصلين چي د افغانستان څخه ورغلي هغه هم ډېر خوښ او په لوړه سطحه يې زدکړي کړي چي د افغانستان د راتلونکي دپاره ډير ګټور تماميږي .
هندوستان جنرال قونسل پير مال د کندهار والي سره د خپلو خبرو پر مهال يو ځل بيا د خپل هيواد د هر اړخيزو مرستو اعلان وکړه او وې ويل چي زموږ هيواد همدا مهال د کندهاري محصلينو لپاره پر بورسونو، په کندهار کي د ميوه جاتو دپاره سوړ ساتنځاى او د هند هيواد ځانګړى روغتون باندي کار کوي او په راتلونکي کي به يادو برخو کي نوره مرسته هم وکړو .
هغه همدا راز وويل چي په کندهار کي د هند هيواد د ځانګړي روغتون کار دوام لري او په نږدې راتلونکي کي به پکښي د ناروغانو تداوي پيل سي او ډير ژر به سوړ ساتنځاى ته ٢٥ کيلو واټه جنراتور هم برابر کړي او همدې سوړ ساتنځاى ته څېرمه به دوه نيم کيلومتره سړک په پاخه او اساسي ډول ورغول سي .
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د هند هيواد جنرال کونسل ته ډاډ ورکړ چي په راتلونکو ٦ مياشتو کي به دکندهار برېښنا څلويښت ميګاواټه زياته سي چي په دې سره به په کندهار کي د هند هيواد له خوا د جوړسوي سوړ ساتنځاى د برېښنا ستونزه هم حل سي .