کور / تازه خبرونه / په کندهار محبس کي به يو عدلي او قضايي بلاک جوړ سي

په کندهار محبس کي به يو عدلي او قضايي بلاک جوړ سي

په کندهار محبس کي به يو عدلي او قضايي بلاک جوړ سي . دغه خبره په هغه مجلس کي ياده سوه کوم چي تېره ورځ تر غرمې وړاندي د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د کار په دفتر کي جوړه سوې وه او پکښي د کندهار والي تر څنګ په کندها رکي د ولايتي بيارغوني ټيم (PRT) مرستيال بيل هاريس او د امريکا هيواد د پوځ يوه هيئت ګډون کړى وو.
په دې غونډه کي د ولايتي بيارغوني ټيم مرستيال مشر بيل هاريس وويل چي د کندهار په لوى محبس کي به د عدلي او قضايې ځانګو د څارنوالانو لپاره په نږدې راتلونکي کي يو نوى بلاک جوړ کړي چي پر ټولو نړيوالو معيارونو به برابروي.
کندهار والي وويل چي د دې بلاک په جوړېدو سره به په لوى محبس کي تر ډيري کچي د عدلي او قضايي څانګو اړوند ستونزي حل سي او د زندانيانو څخه به همدلته څېړنه کيږي او محکمي ته د تګ مخه به يې نيول سوې وي .
او همدا ډول يې يادونه وکړه چي په عدلي او قضايي څانګو کي کندهاريانو وروزل سي چي په وينا يې د کندهار پر قضايي او عدلي برخو به مثبت تاثېرات واچوي.