لراوبر ته آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په بادغيس ولايت کي يې دوه طالب قوماندانان وژلي . په خبرپاڼه کي راغلي چي ياد قوماندانان هر يو مولوي ګل محمد او ملا عبدالواحد نومېده او د شنبې په ورځ يې په دوو بېلابيلو فوځي عملياتو کي چي د دې ولايت په غورماچ ولسوالۍ کي يې ترسره کړي وژلى . په خبرپاڼه کي راغلي چي ملا ګل محمد د دې ولسوالۍ د طالبانو له لوري د وسله والو طالبانو د ولسوال د مرستيالۍ دنده په غاړه لرله او ملا عبدالواحد د طالب جنګياليو فوځي قوماندان و . په خبرپاڼه کي ويل سوى چي ياد دواړه قوماندان يې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ وژلي او هم د نوموړو قوماندانانو د نيولو په درشل کي وسله وال مقاومت سوى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه