نن ورځ د کندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کي د يوه سراچه ډوله موټر او بينس د ټکرېدو له کبله يو تن خپل ژوند له لاسه ورکړ او يو بل تن ژوبل سو . د دې ولايت د ملي پوليسو د ٤٠٤ نمبر ميوند زون د ترافيکو د عمومي مديريت يو تن غړي دويم څارن عتيق الله لراوبر ته وويل چي پېښه نن ورځ شاوخوا لس بجې د دامان ولسوالۍ اړونده سيمه ترنک ته څېرمه رامنځ ته سوه چي په پايله کي يې ياده مرګ ژوبله واوښته .
د يادوني وړ ده چي څه موده وړاندي هم په دې ولسوالۍ کي د يو موټر او موټرسيکل د ټکرېدو له کبله د موټر سيکل چلوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړى و .