کور / شعر / د انورالحق يرغل غزل

د انورالحق يرغل غزل

راشه ارام مې که سکون راوله
ياره په ژوند کې مې بدلون راوله

اخ! تاويزو لکه چې کار وکړلو
ريبار تې ويلي چې مجنون راوله

خدايه د ستړو پښتنو په ژوند کې
ورورولي راوله سمون راوله

ناځوانه زه له خداى نه تا غواړمه
ته خداى ته سوال کړې چې بېلتون راوله

ريباره پوه به شې چې يار ښيمه
چې درته ومې وې قارون راوله