پښتو بچي دي ګونګیـان شـوي دي په غلا ږغيږي
پخـپله خـاوره کې د ژونـد ســره بــې ســاه ږغيږي
د وجود بـاغ کــې يې غـوبـل درتـه جـوړ کـړى پښتو
د ذهـن بـاغ کـې يې لفظونـه د بـل چــا ږغيږي
دا چې د وينې د غـېـرت بـڅـری مـړه ښــکاري نـن
د محبت په ځـــای نــفـرت ته پـه ســـلا ږغيږي
پښتو دا ستا په سر چوکۍ وګټي ځان ترې ورک شي
تا کړي بیا هیره ستا په سر بیـا د سـودا ږغيږي
د طبیعت زړګـی ژړيــږي عـقل ډوب پـه اوښکو
سـبـا د نـــن او نـــن سـبـا څه بــې وفــا غـږيـږي
ګرانې پښتو زه او نسیم ستوری په تـا مین یــو
ستا ګــناکار پــه پـردۍ ژبــه بــې مــانــا ږغيږي