لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په کندهار ولايت کي يې يو جګپوړى طالب قوماندان نيولى . په خبرپاڼه کي راغلي چي نوموړي قوماندان په کندهار ښار ، ډنډ او پنجوايي ولسواليو کي پر بهرنيو او افغان ځواکونو د بريدونو لارښوونه په غاړه لرله او پر هغوى به يې بريدونه ترسره کول . په خبرپاڼه کي د نوموړي قوماندان نوم نه دئ ياد سوى او پکښي ويل سوي چي نوموړى يې د يو شمېر استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نيولى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .