کور / تازه خبرونه / هلمند : د يولړ شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو

هلمند : د يولړ شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو

د آى جې سي عامه يوهاوي د دفتر څخه لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د هلمند ولايت په موسى قلعه ولسوالۍ کي يې يو شمېر شکمن وسله وال نيولي . په خبرپاڼه کي راغلي چي ياد کسان يې هغه وخت ونيول چي کله يې د موسى قلعه ولسوالۍ د طالبانو له لوري د ولسوال مرستيال د نيولو په اړه عمليات ترسره کول . په خبرپاڼه کي د طالب قوماندان د مرستيال د نيولو په اړه څه نه دي ويل سوي او نه هم د شکمنو وسله والو کره شمېره په ګوټه سوې .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .