بهرني ځواکونه وايي چي په غزني ولايت کي يې يو شمېر شکمن کسان نيولي . د نوموړو ځواکونو په وينا چي دغه کسان يې هغه وخت نيولي چي کله يې د دې ولايت په يوه سيمه کي د يوه طالب قوماندان د نيولو په موخه فوځي عمليات ترسره کول . نوموړي ځواکونه وايي چي دغه کسان يې د يو شمېر استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نيولي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه نه طالبانو او نه کومي بلي ډلي څه ويلي دي .