کور / تازه خبرونه / کندهار : دوه فيره راکټ او يو شمېر چاودېدونکي توکي ونيول سول

کندهار : دوه فيره راکټ او يو شمېر چاودېدونکي توکي ونيول سول

لراوبر ته د کندهار ولايت مقام څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي تېره ورځ د ژېړۍ ولسوالۍ اړوند د ظريف خيلو او ملنګانو په کلو کي د ګډو او باندنيو ځواکونو له لوري په يو لړ ګډو عملياتو کي دوه فيره راکټونو ، يو شل کېلويي د چاودېدونکو توکو ډکه ډبه او درې کېلو ګرامه خشته بارود ونيول سول او وروسته د امنيتي ځواکونو له لوري له منځه يووړل سول .