پنټاګون به دپاکستان په خاوره کې دترهګرۍ دلمنځه وړلو په موخه خپلوبريدونو ته دوام ورکړي .
وروستي رپوټونه وايي دامريکامتحده ايالاتونو پوځيان په پام کې لري ترڅو دپاکستان په خاوره کې دخپلو بې پلوټه الوتکوبريدونو ته دوام ورکړي .
امريکايي چارواکې وايي چې په پاکستان کې دبهرنيوځواکونو په اکمالاتي کاروان دترهګرو بريد دغه هيواد دې ته اړباسوچې يواړخيز پوځي غبرګون وکړي .
دا په داسې حال کې ده چې امريکاويلي چې دترهګرۍ دځپلوپه موخه دوى دپاکستان دپوځ سره ډيري مرستي کړي خو دغه پوځ دترهګرۍ سره په مبارزې کې هيڅ کوم فعاليت نه دى کړى .