په بدخشان ولايت کې ديوه غرڅخه د ډبرو دښويدو له امله نږدې شپيتو کورنيوخپل داستوګنې کورونه پريښودلي دي .
دنوموړې ولايت دطبعي پيښوپر وړاندې دمبارزې مسؤل وايي ددغه ولايت په يافتنوسيمه کې د درې ورځو راهيسې د ډبرو ښويدل دوام لري .
نوموړى زياتوي تردې دمه له بې ځايه شويو کډوالوسره هيچا مرسته نه ده کړي خو دمرکزي دولت لخوا ورسره دمرستو ژمنه شوي ده .