کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دا وطن د پرديو له منګلو د اوښكو په تويولو نه دى آزاد شوى

دا وطن د پرديو له منګلو د اوښكو په تويولو نه دى آزاد شوى

                 د سواد د ورځې  په مناسبت مو ستاسې   درنه  وينا واوريده .  تاسې  دخپلو  خبرو په پاى كښې ډير احساساتي شوئ او د ملغرو په شان خپلې قيمتي  اوښګې  مو  توى كړې.
پوښتنه داده چې د اوښګو تويول د څه د پاره او د چا دپاره  ؟   آيا د او ښګو په تويولو څه لاس ته راځي ؟
جلالتماب كرزى صاحب !
تاسې    د يو با شهامته ، غيور  او مجاهد ملت مشري په غاړه لرئ ؟ دا وطن  د پرديو  له  منګلو څخه د اوښكو په تويولو نه دى آزاد شوى بلكې  په شجاعت ، متانت ، غيرت ، ميړانه او سرښندنې آزاد شوې دى .
تاسې د افغان ملت د پلار حيثيت لرئ . كه تاسې وژاړئ نو  د ملت به څه حال وي ؟ كه په يوه كورنۍ كښې پلار د كورنيو ستونزو او مشكلاتو له لاسه  وژاړي  او فريادونه وكړي ،  نو دا ژړاوې او فريادونه  د  هغه د اولادونو  په روحياتو منفي اثر كوي  او د هغوي د نااميدئ او كمزورتيا سبب ګرځي ، د كورنئ پلار ته ښايي چې د ستونزو او مشكلاتو باوجود ځان ټينګ او خپلو اولادونو ته  ډاډګيرنه وركړي او دى ته يې  مجبور نه كړي چې په زړونو كښې  يې  د نااميد يو دروند بار ځاى  ونيسي. 
تاسې پخپله پوهيږي او تاسې پخپله شايد ياست چې په دنيا كښې هيڅ داسې يو جمهور رئيس ، پاچا يا امير  نه دى ليدل شوى چې د تلفزيون په پرده د خبرو كولو په حال كښې اوښګې توى كړي. زه پوهيږم چې تاسو له ډيرې دلسوزئ  او همدردئ څخه اوښګې  تويوئ ، خو زما په نظر  دا سم  كار نه دى .
دولت داري د اوښګو په تويولو نه كيږي . مونږ هيڅكله  اعلحضرت محمد ظاهر نه دى ليدلى چې اوښګې يې توى كړي وي ، مونږ داوود خان نه دى ليدلى چې ژړلى يې وي ، همداشان له هغه وروسته  تره كي ، حفيظ الله امين ، ببرك ، مجددي صاحب  او رباني صاحب    د ډيرو ډيرو ستونزو باوجود هم دا كار نه دى كړی .
د تلفزيون په پرده ستاسې ژړا نه يوازې په هيواد كښې بلكې  په ټولو بين المللي تلفزيونونو   كښې خلكو ليدلى ده . په كويټ كښې يو شمير كويټي دوستانو راڅخه وپوښتل چې :  ”   لماذا  رئيس كرزاى  يبكي ؟”  يعنى ”  ولې  رئيس كرزى ژاړي  ؟ ”  ما ورته وويل چې  كرزى صاحب  په هيواد كښې سوله غواړي  خو له بده مرغه  يو شمير  د وطن ضد عناصر  دي چې جنګونو او جګړو ته دوام وركوي. 
دغو دوستانو  بيا وويل چې  ټولې ستونزې بايد د خبرو له لارې حل شي ، قانون دې تطبيق شي ، له جديت او قاطعيت څخه  دې كار واخستل شي او دولت بايد په ټينګ عزم او ارداه له حالاتو سره مقابله وكړي. دوي دا هم زياته كړه چې ګاونډي هيوادونه هم بايد د افغانستان په چارو كښې لاس وهنه ونه كړي او پريږدي چې  افغانان پخپله خپلې چارې پر مخ بوځي .  بله خبره چې دوي وكړه هغه داوه چې  ” افغانان بايد ټول  د خپل جمهور رئيس تر شا ودريږي ، دهغه احترام  دې وكړي  ، او د هغه خبره دې  ومني .”
په كويټ كښې  هيڅ كوم كويټې يا بهرنی اوسيدونكى نه شي كولاى چې د كويټ په امير نيوكه   او يا هم د هغه په اړه كومه بده خبره   وكړي  ، كه څوك  د امير بې احترامي وكړي او يا د هغه په اړه كومه ناوړ  خبره وكړي نو د قانون په اساس سزا وركول كيږي .  د امير خبره  وروستئ خبره ده اوټول  خلك  بايد  د هغه خبرې ته سر ټيټ او هغه ومني.
په افغانستان كې له بده مرغه    په جمهور رئيس  باندې په ځاى او بې ځايه نيوكې كيږي ، كه نيوكې په ځاى وي نو پروا نه كوي خو كه بې ځايه نيوكې وي نو له دې سره  ګډوډي پيدا كيږي ،  چارې په سمه توګه پرمخ نه ځي  او بيا جمهور رئيس  له مجبورئ نه   اوښګې تويوي  .
په دې وروستيو ورځو كښې  ستاسې  له خوا د سولى عالي شورى جوړه شوه ، د سولې د شورى غړي معرفي شول . د سياسي تحليل كوونكو په نظر  د شورى په غړو كښې داسې كسان  شامل دي چې  د ملت په درد نه خوري . خبره داده چې تاسې  بايد پخپله داسې كسان د شورى په غړيتوب ومنئ چې واقعا متنازع كسان نه وي بلكې داسې كسان وي چې   له يوې خوا هيواد او هيوادوالو ته د خدمت مصدر وګرځي او له بلې خوا مخالفينو ته د منلو وړ وي  ترڅو  په  واقعي ډول  د سولې دپاره مذاكرې او خبرې پيل او سرته ورسي. دا څو كاله د سولى او مذاكرو  خبرې كيږي خو له بده مرغه تر اوسه  دا خبرې  پيل نه شوې .  
په دې  68 كسيزه شورى كښې ډير داسې كسان شته چې  له طالبانو او مخالفينو سره د خبرو  وړتيا نه لري  . په دوي كښې داسې كسان هم شته چې   له طالبانو سره يې خبرو او مذاكرو ته   زړه نه كيږي او طالبان هم  له دوي سره د خبرو او مذاكرو هيله من نه دي ، كله ې خبره داسې ده نو ددې شورى موثريت  د سوال لاندې راځي ، كله چې د شورى موثريت د سوال لاندې راغله نو بيا هيڅ  مثبته نتيجه نه وركوي.  لوټه په اوبو كښې ايښول له له اوبو تيريدل امكان نه لري.
مونږ ټولو ته ښايي چې واقع بين ووسو او واقعبينانه  فكر  او عمل وكړو.
زه بيا هم  له تاسې  جلالتماب   څخه هيله كوم چې اوښكې تويول څه فائده نه لري ، ددې په ځاى له جديت او قاطعيت څخه كار واخلئ او ددولت چارې په ټينګ عزم او ټينې ارادې سره پر مخ بوځئ ، د هيچا لحاظ مه كوئ ، قانون په ټولو يو شان تطبيق كړئ ، پوه  او مخلص خلك  راوغواړئ چې له تاسې سره مخلصانه همكاري وكړي. مخلص او پوه خلك دننه په هيواد او له هيواد نه بهر  د ژوند ورځې شپې تيروي ، هغوي  له لرې او نژدې د هيواد حالات څاري  او په دى  خبره  ډير افسوس كوي چې ولې د وطن حالات نه سميږي.
ډير تعليميافته  افغانان   په داخل او خارج كښې  ستاسې  له خوا  ددعوت په انتظار دي او له تاسې څخه هيله كوي چې تاسې به له هغوي څخه  وغواړئ چې  له تاسې سره په دولت كښې كار وكړي. په كويټ كښې يو شمير تعليميافته انجينران ، ډاكټران ، استادان شته چې كه ستاسې دولت ورته زمينه مساعده كړي نو حاضر دي چې هيواد ته  ستانه شي  او له تاسې سره  همكاري وكړي.
تاسې كولاى شئ چې په داخل كښې د والي صاحبانو په مرسته  د تعليميافته او پوهو كسانو لستونه جوړ كړئ او په  خارج كښې دا كار د خپلو سياسي نمايندګيو په مرسته  سرته ورسوئ .  دوه كاله كيږي چې زه په مسلسل ډول د ليكونو  په ذريعه او ددوستانو په ذريعه  تاسې محترم ته  همدا وايم چې زه هر خدمت ته حاضر يم خو  متأسفانه  تر اوسه هيڅ مثبت ځواب    تر لاسه شوى نه دى . تاسې   دخپل يو ليك په يوه برخه كښې چې د 1388 د تلې په 22 مو د ايميل په ذريعه راليږلى ؤ  داسې  ليكلي وو .
” زه ستاسو په څير د هيواد د فكورو عالمانو او مخورو مشرانو په درايت او حمايت پوره باور لرم . د هيواد د ملي وفاق په رامنځنته كيدو كې د ستاسو په شان  شخصيتونو رغنده برخه اخيستنې  ته په درنه سترګه كورم .”
 خداى دې وكړي چې تاسې به   خپلو خبرو ته عملي بڼه وركړئ .
 د كويټ حكومت ماته  رسمي وظيفه راكوي  خو څومره افسوس دى چې  زما خپل  حكومت  په دې برخه كښې توجه نه كوي . همداشان دلته په كويټ كښې يو شمير افغاني عالمان او پوهان د حج او اوقافو په وزارت كښې په وظيفه بوخت دي ، كه دا خلك افغانستان ته وغوښتل شي او د ژوند شرايط ورته برابر  او كار ونه وركړل شي نو دا به يو لوى كار وي  او ګټه به يې  وطن او ټول ملت ته ورسي .  
جلالتماب  كرزى صاحب !
كه تاسې خلك تشويق نه كړئ نو خلك به څنګه  وكولاى شي له تاسې سره  همكاري وكړي 
كوم كسان چې د سولې په عالي شورى كښې  عضويت لري ، دا كسان د افغانستان د ټول شريف ملت نماينده ګي نه شي كولاى ، ټول دولتي لوړ پستونه د همدغو  كسانو  د خلكو په لاس كښې دي ،  سفارتونه د همدغو كسانو په توصيه  ددوي ملګرو ، خپلوانو او دوستانو ته وركول كيږي . وزارتونه او او ولايتونه هم  ددوي  خلكو ته وركول كيږي او توزيع كيږي.
نو بيا هم له تاسې جلالتماب څخه هيله كوو چې  د ولس حق ولس ته وركړئ  او ټول ولس ته په يوه سترګه وكورئ ځكه چې تاسې د ټول افغان ولس مشر ياست
په احترام