کور / سپورټي / نن د کینیا سره افغانستان څلور ورځینۍ لوبه کوي

نن د کینیا سره افغانستان څلور ورځینۍ لوبه کوي


د افغانستان ملي لوبډله نن د کینیا هیواد د ملي لوبډلې  سره د انټرکانټینټل یا د لویو وچو د څلور ورځینۍ لوبې په لومړۍ ورځ کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدلو په ۹۳ اورونو کې ۴۴۰ منډې جوړې کړي.
د لوبې په پېل کې پچه د افغان ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه. د دې لوبې په لومړۍ ورځ افغانستان ښې منډې کړي، نوروز منګل د هر وخت څخه نن ښه وځلید، په ۱۸۵ توپونو سئ ۱۶۸ منډې کړۍ او لا سوځیدلی نه دی ولاړ دی.
میرویس اشرف هم په ۶۲ منډو ولاړ دی چې په ۷۷ توپونو یې کړي دي. لا سوځیدلی نه دی د نوروز منګل سره ولاړ دی.
جاوید احمدی البي ډبلیو شو او نن یې ۱۱ منډې کړي.
کریم صادق په ننۍ لوبه کې په ۱۰۹ توپونو ۵۵ منډې کړي او بیا ډو ابویا لخوا کیچ شو.
شهزاد محمدي په ۶۸ توپونو ۷۲ منډې کړي او بیا یې کیچ ونیول شو.
اصغر ستانکزي ۵ او محمد نبي۱۳ او سمیع الله شینواري په ۷۷ توپونو ۶۲ منډې جوړې کړي دي.
د کینیا سره د ملي لوبډلې د لومړۍ ورځې لوبه پای ته ورسیدله او سبا به د خپلو پاتې لوبغاړو تر سوځیدلو پورې لوبه ترسره کوي.
سبا ته  لوبه د کابل په وخت ۱۱بجې پېل کیږي، افغانستان به خپله لومړۍ پاڼۍ پای ته رسوي او بیا به د کینیا ملي لوبډله خپل پاڼۍ کوي.

د لویو وچو په سیالۍ کې د افغانستان دا اخري شبږمه څلور ورځینۍ لوبه ده، په دې سیالۍ کې افغانستان ۷۷ پوانټونه لري او دویم مقام یې لاسته راوړی.
سكاټلینډ لومړی مقام لري  او د پوانټونو شمېر یې اوس ۸۹ دی. څو ورځې مخکې سکاټلینډ د لویو وچو په جام کې دویم مقام لرلو او یوه لوبه یې د زمبوابی سره پاتې و خو سکاټلینډ دې ته حاضر نشو چې د زمبوابی سره لوبه په کینیا کې وکړي، د دې سره د کرکټ نړیوالي شورا پریکړه وکړه او د لوبې ۲۰ پوانټونه یې ټول سکاټلینډ ته  وړیا ورکړل.
د لویو وچو د پای لوبې لپاره افغانستان او سکاټلینډ لاره پیدا کړي ده، پای لوبه به د ډیسمبر په میاشت کې په متحده اماراتو کې ترسره کیږي.
افغانستان د کینیا سره درې یو ورځینۍ لوبې هم لري، لومړۍ یو ورځینۍ لوبه به د اکتوبر په ومه نېټه، دویمه په ۹ نېټه او دریمه یو ورځینۍ لوبه به د اکتوبر په ۱۱ نېټه تر سره کیږي.
د دې لوبې په اړه د کرکټ مینوال کولای شي چې شېبه په شېبه د کرک انفو څخه په لاندې پته معلومات تر لاسه کړي:
http://www.cricinfo.com/icccont2010/engine/current/match/438900.html
د دې سیالۍ په اړه اړین معلومات:
د کينيا سره څلور ورځنۍ لوبه د کرکټ د نړيوالې شورا د انټرکانټننټل لوبو په ترڅ کې ترسره کېږي چې له افغانستان برسېره په کې شپږ نور هېوادونه (زيمبابوی، هالينډ، ايرلينډ، کاناډا، کينيا، او سکاټلينډ) برخه اخلي. دا شپږواړه هېوادونه د یوې ورځنۍ لوبو حیثیت هم لري.
دانترکانتننټل سيالي په ۲۰۰۹ کال کې پيل شوې او د ۲۰۱۰ کال په ډيسمبر کې به پای ته رسي چې پايلوبه به یې په عربي متحده اماراتو کې ترسره کېږي.

په دې لوبو کې افغان ملي لوبډله په لاندې ډول ده:
. ۱- نوروز منګل
. ۲- محمد نبي عیسی خېل
. ۳- ميرويس اشرف
. ۴- کريم خان صادق
. ۵- محمد شهزاد محمدي
. ۶- حميد حسن
. ۷- نور علي ځدراڼ
. ۸- سميع الله شينواری
. ۹- اصغر ستانکزی
. ۱۰- شاهپور ځدراڼ
. ۱۱- خالقداد نوري
. ۱۲- نور الحق ملکزی
. ۱۳- عزت الله دولتزی
. ۱۴- محمد جاوید احمدي
  په دې سفر کې به د ملي لوبډلې سره تخنیکي مسؤلین په لاندې ډول دي:
د ملي لوبدلې مدیر: نظیم جار عبدالرحیمزی
د ملي لوبدلې روزونکی: راشد لطیف
د ملي لوبډلې فیزیو: عظیم ملک
د ملي لوبډلې ویډیو څیړونکی: داود بابر