لېونتوب مې ؤ ملګرى
ماشومتوب ؤ راپه برخه
په هر رنګ کې د وجود په لټون سر وم
لاړم لاړم، اور ته لاړم
غېږ يې راکړه وجود نه وو
تش رنګونه سوځول وو
نه وجود وو نه يې نښې
بس يو رنګ وو چې شهود يې د وجود وو
څو پېړۍ پکې ميشته شوم
چې مقصود په لاس رانغى
له اورونو رابهر شوم
له رنګونو را بهر شوم
بيا هم لټه کې د رنګ شوم
په بل هيڅ مې نظر نه وو
بس په رنګ پسې کاته وو.
ناګهانه مې خوله په تندي راغله
ﻻس مې وروړ ما وې څه دي چې خواږه دي!
په زړګي ښه لګېدل خو، پوهېدم نه چې اوبه دي!
چې اوبه دي، نو اوبه يې بيا ﻻ څه دي؟
دا چې مخکې مې وويل چې لېونى يم
لېونى يم لېوني يم د رنګونو
چې په رنګ کې مې بې رنګ وجود پيدا کړ.
خو!
چې پيدا مې د وجود کړه يوه نښه!
بيا مې ووې چې وجود يې بيا ﻻ څه وي
د وجود په غېږ کې څه شيان پراته وي
نو!
نو ﻻړم- ﻻړم ، په وجود کې مې ځان ورک کړ
سمندر ته مې واک ورکړ
په بې رنګه شان وجود کې
مې لټون د رنګ شروع کړ
خو نه رنګ په ﻻس کې راغى
او نه پوه يې په وجود شوم
هلته هم يو څو پېړۍ وم
خو يوه ورځ، يو ماهى راغى
ګويا دى هم په وجود کې د رنګ تږى
دا ښى مټ يې را ټپي کړ
يو څه تريخ را لګېدل خو!
پوهېدم نه، چې دا درد دى
څړيکې څړيکې دى پرهر دى
چې ساحل ته رابهر شوم
نو له مټ مې وينې ﻻړې
ﻻړې- ﻻړې په اوبو شولې ورګډې
نو هغه ؤ چې وجود مې په رنګونو کې پيداکړ