کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د تركيې بیلګۍ د اسلامی امت لپاره معاصره تګلاره

د تركيې بیلګۍ د اسلامی امت لپاره معاصره تګلاره

ژباړن : عبدالرحمن فرقاني

د ترکیې په ټولپوښتنه کې چې په اساسی قانون کې د سمون اوبدلون لپاره تر سره شوه ،د شپیتو په سلو کې  په کچه بری ، د یوه  نوي پرمختللي ، متمدن او دیموکرات دولت د تهداب ایښودلولپاره ، چې د خپل اسلامی هویت او تاریخ سره ئې هم روغه کړې وي په لاره کې یولوی ګام ګڼل کیږي ، چې د بې دینۍ هغه متشدده پاڼه واړوي چې د لویدیځ استعمار د تر کیې د بې دینه کولو او داسلامی امت د ټوټې ټوټې کولولپاره تقریبا د یوې پیړۍ نه راپدیخوا پرانیستی وه .
 دا دالله تعالی له ورځو نه یوه بله ورځ ده ، چې په ترکیه کې د اسلامی حرکت دمشر نجم الدین اربکان د صدراعظمۍ په پایله کې راځي ، دا په داسې حال کې چې د لویدیځ استعماری یرغل بریالی شو چې په کال ۱۹۲۴م کې آخري اسلامی خلافت له منځه یوسي ، اسلام د حکومت له چارو ګوښه کړي ،  داسلامی امت پرمخ د ترکیې د اړیکو دروازی وتړي ، او د ترکیې د اسلامی  او تاریخي هویت اساسات سره بیل کړي ، ترڅو اوروپا خپله قبله وګرځوي .
 د ترکیې عسکري مؤسسه هیڅ کله هم متردده شوی نه ده ـ کله ئې چې احساس کړی چې کوم سیاسی حرکت د دیموکراسۍ له اساساتو سره سم د دولت د سیستم د بدلون هڅه کوی ـ تر څو خپلې عسکری کړنلارې ته وروګرځي او په ټولنه او حکومت باندې د عسکری انقلابونو او په اساسي قانون کې د بدلونونو له لارې خپل هیبت وښیي ، او د یو داسې پټ ، ژوراو مرموز حکومت تشکیل را منځ ته کړی چې د حکومت په ټولوارګانونو حاکم وي . هیڅکله  د حکومت د کړنلارې په سمولو کې د متکرردخالت نه دا مؤسسه متردده شوی نه ده ، که دا دخالت په نرمه توګه د قضایی دستګاه او د پوهنتونود اعلی مجلسونو له لارې ممکن وي او که د عسکری انقلابونو او ترورونو له لارې ، چې څو ځله همدا راز پیښې رامنځ ته شوی ، ځکه چې دا مؤسسه ځان تر قانون پورته بولي .
ممکنه وه چې دا دخالتونه داخلي جنګونو ته لاره اواره کړي ، خو په ترکیه کې اسلامی حرکت دومره پوخ ؤ چې وکولای شول لدغه راز دسیسو نه سالم ووځي او د ترهګرۍ او تشدد په ډکر کې ښکیل نه شي . بلکې له هر دخالت نه وروسته ئې ځان په نوې بڼه تشکیل کړ ، چې آخري او تر ټولو مهمه بڼه ئې د عدالت او پراختیا ګوند ؤ ، چې خپله وینا او د مبارزې وسایل ئې نوی کړل او په پراخه ولسي ټولنوکې ئې ریښې وکړي ،  د آزادیو کچه ئې لوړه کړه ، او داسې ستراتیژۍ ئې کیښودې چې د یوه نوی دیموکرات حکومت د جوړولو لپاره د اوروپایی معیارونوسره منسجمې وې ، پدې کار سره ئې د اسلامی حرکت څخه د نوښت غوښتنې ته د پای ټکی کیښود ، او دعسکري مؤسسې ژور اومرموز حکومت او هغه بې دینه ګوندونه چې د دوی په رکاب کې ئې پښه ایښې وه د ظلمت اوتیارو په غارکې راټول کړل ، او ولسي غوښتنې ته چې د آزادۍ دکچې د لوړولو غوښتونکې وه لبیک ووایې .
د اسلامی حرکت پروګرام وکولای شول چې د ملت اراده د عسکری حکومت له هیبت ناکوسپارښتنوڅخه وژغوري ، اوپه خپل اقتصادي فعال پروګرام ، د خلکو د ژوندانه د سطحې  په پورته کول ، او د تجارو په وړاندې د سیالۍ دروازي په پرانیستلو ، او انساني حقوقوته په احترام سره ، د دیموکراسۍ په پیاوړتیا سره ئې وکولای شول چې د ترکیې د ملت یرغمل شوې اراده آزاده کړي . او د دې تر څنګ ئې وکولای شول چې ترکیه له خپل اسلامی او تاریخي هویت او له خپل چاپیریال سره روغه وکړي ، او ترکیه چې له یوې اوږدې مودې څخه  د اسلامی امت د کشالود دفاع څخه پردۍ شوی وه یوځل بیا د اسلامی امت د ستونزو نه د دفاع  ډګر ته راوګرځي ، لکه د فلسطین کشاله . دې پروګرام په خپل وارسره وکولای شول چې د ګوند مخ په لوړ شهرت نور هم تقویه اوپیاوړی کړي ، او دترکیه نړیوال منزلت نور هم پیاوړی کړي ، آن تر دې چې ترکیه د نړۍ په شلو لویو هیوادونو کې خپل غړیتوب تثبیت کړي ، او غښتلي زعیم ئې دا جرات وکړ چې د ترکیې له اوروپایی متحدینو نه په جلا ډول خپلواک سیاسی موقفونه او تصمیمونه ولري ، د مثال په ډول ئې د عراق په یرغل او جګړه کې ځان ښکیل نه کړ، او خپلې اړیکې ئې داسلامی امت اوعربی هیوادونو سره پیاوړې کړې ، او دصهیونیزم د جرمونو او جنایتونو اړوند ئې خپل د استنکاراو غندنې نه ډک غږ پورته کړ .
او دترکیې له خاورې نه د آزادۍ د کښتۍ خوځیدل د صهیونی ترویزم لپاره یو لوی ګواښ ؤ ،  د فلسطین د حق تر څنګ د ترکیې دریدل دنړۍ پرمخ د آزادۍ  اوخپلواکۍ  ترټولو شریفه ، معاصره ،عادله او سپڅلی قضیه ده .
دعدالت اوپراختیا دګوند سیاستونه د ترکیې د  هغه متشدده بې دینه  قوتونو له حیلو او توطیئو څخه په امان کې نه وو ، چې د ترکیې د حکومت په ګڼ شمیر تشریعي او قانوني مؤسساتو ئې تسلط درلود ، او عسکري مؤسسې ئې تهداب ایښی ؤ .  د ملت اراده دهغو ډلو خواهشاتو یرغمل کړې وه چې د عسکرو په خدمت کې وو ، چې د دسایسو ، ترورونواو انقلابونو د جالونه له ا وبدلو نه  هیڅکله هم مخ نه اړاوه  .
د غه کار د عدالت اوپراختیا د ګوند زعامت د اردګان ، ګل او اوګلو په مشرۍ دې ته اړ کړ، چې  په ملت باندې د عسکررو د ټینګ شوي موټي د خلاصولو لپاره یوسلسله سیاسی اودستوري معرکې په لاره واچوي ،  اوپه دې ډګر کې په ټول جسارت سره مخ په وړاندې ولاړ شي ، ترڅو د د ې عسکري حکومت اوږده نوکونه غوڅ کړي ، او د ترکیې دیموکراسي د معاصرو دیموکراسیو په صف  کې ودروي ، چیرته چې د ملت په اراده باندې د هیڅ چا سپارښتنه نه وي .
دوهمه ټولپوښتنه چې د ستمبر په دیرلسمه تر سره شوه ، او ملت په لوړه کچه د تاید رایه ورکړه ، د رایې اچونې د بهیر سره د مقاطعې د غوښتنکو لپاره چې  بې دینه ، قومیی او کردي سیاسی ډلو ئې مشري کوله یو لوی ګواښ ؤ ، سره لدې چې دا ددستور اصلاحی اسلامي پروسه د احزابو د پراخه آزادۍ غوښتنه  او د عسکرود سپارښتنو له منځ وړل غواړي ، همدارنګه د ټولنو له آزادۍ څخه دفاع کوي ، اود هغې تورې چې د دستوري محکمې په لاس د ټولو په سر ځوړنده شوی ده ، لیرې کول غواړي .
دې پروسې هغه لادینه ګوندونه  د ملت د غوښتنوپه وړاندې-  چې د آزادیو پراخوالی او حکومت د عسکری مؤسسې له سپارښتنو څخه  آزادول ، اوعسکري مؤسسه دقانون تابع کیدل غواړي ـ برملاکړل ،  د دې پورسې مخالفو سیاسی قوتونو ونه کولای شول چې حتی خپل ګوندي انظباط  هم وساتی اواکثرو غړو ئې  په اساسي قانون کې د دې اصلاحي  پروسې  څخه د ملاتړ رایه ورکړه .
 دا څه چې په ترکیه کې پیښ شول د ترکیه اود ټولې سیمې په سطحه یو لوی ستراتیژی نوښت دی :
الف : دا پروسه به ترکیه یوبل ګام مخ په وړاندې بوځي ، که چیرې په اساسی قانون کې د بدلون اوسمون دې خپلې برکتناکه لارې ته ادامه ورکړي ، اوپکې بریالۍ شي ، کوم چې اټکل کیږي چې د اتاتورک د ارث  پاڼه  به پاکه کړي  ،اودعسکری حکومت څخه د حراست او ګزمي  نورې پاتې شوی اډې به شنډې کړي ، اوپدې سره به د یوه معاصردیموکرات حکومت  چې د خپل تاریخ ، اسلامی هویت او خپل چاپیریال سره ئې روغه کړې وي بنسټونه کیږدي.
ب : دا د تعجب وړ خبره نه ده چې د ترکیې اسلامپالان د بې دینه ګوندونو پرځای چې د نوې ترکیې زعامت ئې په لاس کې ؤد پوځیانو د سپارښتنو نه د ترکیې  د حکومت اوملت د آزادۍ دنده په غاړه واخلي ، او د یوه  پاخه دیموکرات حکومت د معیارونو سره سمه ئې د مدرن او پرمختللی لویدیځ په لاره برابره کړي ، ځکه چې تمدن او مدرنوالی د لویدیځ د د اساساتو سره سم هیڅکله د تیرې زمانې دفرهنګ اوعلم سره د اړیکود شلیدلو او د تیره زمانه سره د جنګ کولو په مانا نه دي  ـ سره لدې که  ځینې خلک دا سې وه هم وایی ـ تر کومه حده چې د تیرې زمانې څیړنه ، لوستل او میچن کول دي ، باید پداسې ډول وشي ، چې له خنډونو نه ئې تجاور او حاضر (اوس) ورنه آزاد شي ، او هغه د قوت عناصر ئې د آبادۍ لپاره وساتل شي ، چې په چوکاټ کې ئې نوښت اوپرمختګ شونی وي .
پر بې دینه اتاتورکي فساد باندې د شهادت ورکولواړوند دا کفایت کوي چې ترکیه ئې نه یوازی په خپل اسلامی چاپیریال کې منزوي کړې وه بلکه په  داخلی جوړښت اوبنیاد کې ئې هم د فسق او فجور عناصر کرلي وو ، اودا په وینو لړلې کرديه ستونزه هم چې په اسلامی ترکیه کې نه وه د اتاتورکي د بې دینه حکومت پرفساد دلالت کوي. خوبرعکس د ترکيې د اسلامی بیلګۍ مطابق نوښت اوپرمختګ اسلام ساتي او د ترکیه د وحدت لپاره ښه زمینه سازي کولاي شي، اوپه ډیر سرعت سره ئې د خپل پراخه چاپیریال سره ګټمنې اړیکې تازه کولاي شي ، د ترکیې مثال پدې شهادت ورکوی چې په اسلامی هیوادونو کې د اسلام نه خارج او داسلام له فرهنګ نه پرته ریښتنی نوښت ممکن نه دی .
ج :  د ترکیې په سرنوشت کې داسلامی حرکت اړوند دا دوه صورتونه ممکن دی  لومړي  داچې اسلامی نوښت د غربي معیارونو مطابق وکولای شي چې ترکیه له بې دینه او مسیحي بلاک نه بیله کړي ، اویا ورنه پښیمانه بیرته په شا وګرځي ، چې دا  دوهم صورت ډیر ممکن دی ، خو هغه څه چې تر نن پورې حاصل شوی دي  موږ ته ډیر مهم دي، ځکه چې د ترکیې او اسلامی نړۍ منزلت ئې تقویه کړی ، اودا بیلګۍ اسلامی نړۍ ته یوه جاذبه بیلګۍ ده، او هغه سیمې ته چې پکې د راشد حکم بیلګۍ نه شته ، اواسلام پکې مړ اورټل شوی دي ، اوداسې ښکاري چې د تشدد او ترویزم هنداره وي .
د : آیا ترکي بیلګۍ انتخابیدی شي چې په عربي نړۍ کې تکرار شي ؟ کیدای شی د ورته اسلامی معتدلو حرکتونو په وجود کې دا ممکنه ښکاره شي ، چې تقلید ئې وشي ،خو مساله ډیره متغایره ده که توپیرونه او فرقونه  سم وڅیړل شي . ضروري نه ده چې اساسي خنډ په اسلامی اویا بې دیني اړخ کې وي ، بلکې اساسي خنډ د عربې دولت په طبیعت کې دی ، چې د ترکي دولت سره توپیر لري ، ترکیه سره لدې چې پوځیان ئې په جوړښت کې مداخله کړی ده ، خوسره لدې متمدنه اومدرنه ده . او د دې دلیل دا دی ، چې اکثره دستوري  مؤسسې ئې د آزادو ګوندونو له لوری د آزادو اوپاکو انتخاباتو چې ټولو پکې ګډون کولای شوی په پایله کې اداره کیدلې ، او د دې انتخاباتو د شفافتوب اړوند هیڅ ډول طعون اوشکایتونه نه وړاندې کیدل ، پدې مانا چې د ترکیې حکومت د دیموکراسۍ وسایل درلودل چې اصلاح اوسمون ته ئې اړتیا درلوده ،چې اسلامپالانو دا اصلاح پکې راوسته .
هوکې ، څو ځله ئې ګوندونه د پوځیانو له لوری منحل شول ، خو بیا به بله ورځ  بیرته راوګرځیدل ، اوپه هماغه ځایونو باندې به ئې نوي شعارونه ځوړند ول ، په داسې حال کې چې عربي دولت د تجزیه حراست اوساتندوی  دی ، او صهیونی کیان اودلویدیځ پټرولي مصلحتونه ئې بل طبیعت اوکړکیچ دی ، اود حاکمانوپه شخصیت کې ئې څرګندیږي ، چې د مدرنې زمانې نه وړاندې زمانې ته ورګرځي ، اویا په بل عبارت دزړې زمانې خلک دي ، چې د مدرن توب په ذایفو رنګونو ئې ځانونه رنګ کړی دی ، او له داخل نه ئې د اصلاح ټولې هڅې ناکامې کړی ، اوسیاست ئې مړ کړی دی ، او په ریښتینو سیاسي حرکتونو ئې فشار راوستی ،چې د اصلاح له کړنلارې نه د تغیر کړنلارې ته د سرک او مدني حرکت له لارې مخه کړي .
هـ : د ترکیې بیلګۍ د تشدد او تطرف ټولو صنفونواوډلونو ته كلك  ګواښ دی ، که دا تشدد دې اسلام په نامه وي ، اود هغو خلکو له لوری چې په اسلام کې پرته له وژنې  ، او د حقیقت له احتکار نه بل څه نه ویني ، اود اسلام په نامه هر څه له منځه وړي ،چې دا کار د اسلام سماحت او عدالت  ته سخت سپکاوی دی ، اوکه د بې دینۍ او تمدن او مدرن توب په نامه د هغو خلکو له لوری چې د تمدن او نوښت داوه کوی ، وي .  چې د تمدن تر نامه لاندې په زرهاوو خپل سیالان اورقیبان وژني ، او داسلامی امت له دښمنانو سره د اسلام پرضد اتحادونه کوي ،چې په سر کې ئې د صهیونیزم حرکت دی .
یقینا چې د ترکیه بیلګۍ وکولای شول چې د اسلام او مدرنتوب او داسلام او دیموکراسۍ تر منځ یوالی راولی د هر ډول تشدد اوتطرف لپاره که هغه داسلام په نامه وي اوکه د علمانیت (بې دیني ) او تمدن په نامه وي لوی ګواښ دی .
و : د ترکې ټولپوښتنه اسلامی امت ته په عید کې قیمترینه تحفه وړاندې کړه ، تر څو په هغه دردونو او زخمونو کې تخفیف اوکمښت راښي چې اسلامی امت او په ځانګړی توګه فلسطین ته په نامه د تمدن اواسلام  ټیکه دارانو پیدا کړی  او اسلامی هیوادونه او فلسطین ورنه ځوریږي  .
مبارک دې وي ترکیې ته ، مبارک دې وي اسلام ته ، مبارک دې  وي دیموکراسۍ ته ،  او د الجزایر د خلکو شعار راپه یاديږي ، چې د خپلې خپلواکۍ په سپیڅلی سهار کې ئې پورته کاوه ”  اې محمده ! مبارک دې وي تا ته ، الجزایر بیرته تا ته راوګرځید .  ”  “ويومئذ يفرح المومنون بنصر الله”. اوپه دغه ورځ به خوشحالي کوي مؤمنان د الله تعالی په نصرت .