په كندهاركې مېشت خبريالانونن په يوه مطبوعاتي كنفرانس كې دافغان دولت له هغه اقدام څخه ستاينه وكړل چې دبيان دازادۍ دخونديتوب په لاركې يې د۲ خبريالانوپه خوشي كېدوكې يې پورته كړ. په كندهاركې دسپټمبردمياشتې په ۲۲ ماښام دالجزيرې تلويزوني شبكې ځايې خبريال محمدنادردنړيوالوځواكونوله لوري دشك پربنيادباندې ونيول شوو ،اوله ده څخه يې مخكې په غزني كې ددغې شبكې يوبل خبريال رحمت الله نيكزاد دپلټنولپاره له ځان سره دپلټنوپه موخه بيولى وو . ددغودوافغان ژورنالستانوپه خلاصون كې خپله جمهورريس كرزي داطلاعاتواوكلتوروزارت ته سپارښتنه كړې وه چې دنيول شويوخبريالانودراخوشي كولوپه لاركې جدي كاروكړي . په كندهاركې مېشت خبريالان وايې چې د۲ افغان ژورنالستانوپه خلاصون كې دجمهورريس حامدكرزي اقدامات دډيري ستاينې وړدي . په كندهاركې پريس كلب كې راغونډوشويوخبريالانوپه يوه خوله يوځل بياله خپله اړه ډاډڅرګندكړچې خپل ملي رسالت اودژورناليستكي اصولوسره سم به دخپلودندوپرمهال خپل بې پري توب اوبې طرفي ساتي . دكندهارپريس كلب اوپه جنوبي حوزه كې دسويلي اسيا دازادو رسنيوياسفمامشرفضل رحمن ، دبيادازادى په لاركې دافغان دولت ورستى اقدام بې سارى وباله . دغه رازپه جنوبي حوزه كې دسويلي اسيادازادورسنيوياسفما مشرپه سيمه كې پرمېشتوخبريالانوباندې ږغ وكړچې دتاوتريخوالي له پېښوسره سره دټولنيزچاروپه اړه هم تحقيقاتي اوتوليدي راپورونه چمتوكړي نوموړي زياته كړل چې زياتره داسي موضوعات په سيمه كې سته چې هغه له خبري پوښښ څخه پاته شوي خودخلگوپه ژوندكې مهم اواغېزمن رول لري په كندهاركې دسيمه ييزورسنيوپه څنگ كْ دلس گونونړيوالومطبوعاتوخبريالان په دندوبوخت دي . پردغوخبريالانوترټولوستره نيوكه داده چې يوازي دجگړې اوتاوتريخوالي په اړه له سيمي څخه خبرونه وركوي اوزياتره هغه موضوعات يې له خبري پوښښ څخه پاتې وي چې هغه دخلگوپرژونداوسيمه باندې ژوراغېزلري .
په کندهار کي د ولسمشر کرزی هځي په داسي حال کي ستايل کيږي چي بله خوا له همدې ولايت او افغانستان او نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د اطلاعاتو او کلتور پر وزارت نيوکي کيږي چي د بېنوا ويبپاڼي په بندېدو سره يې د بيان ازادۍ ته زيان رسولی دی ، په بېلابېلو مقالو او پيغامونو کي د هيواد وتليو شخصیتونو له ولسمشر کرزي څخه غوښتي دي چي د بېنوا ويبپاڼي پر وړاندي بنديز په له منځه وړلو کي دي کوښښ وکړي .
دا ويبپاڼه د سپټمبر د مياشتي پر پنځمه د ولسمشر مرستيال قسيم فهيم په اړه د مرګ خبر تر خپرولو وروسته له ستونزو سره مخامخ سوې ده .