د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزي ويلي چي د کابل بانک څخه پور کړي پيسې به د بانکي سود له رقم سره يو ځاى ور وسپاري.
د الجزيرې تلوېزون وايي محمود کرزى غواړي چي هغه يو ميليون ډالره بانک ته ور وسپاري چي پر نوموړي د پور په توګه پاته دي، خو د دقيق وخت په باب يې معلومات نه دي ورکړي.
محمود کرزى د کابل بانک دريم غټ سهم لرونکى کس دئ چي ويل کېږي اووه فيصده ونډه پکښي لري.
د کابل بانک د ډېوالي کېدو خبري له نيژدې دوو مياشتو راهيسي په مطبوعاتو کي راځي، او محمود کرزى د دې بانک په پيسو په غير قانوني ګټي باندي متهم دئ.
همدا راز د نيويارک ټايمز ورځپاڼي وايي د بانک پخواني رئيس شيرخان فرنود په لسګونو ميليونه ډالره په قمار بايللي دي.
راپور وايي چي د شيرخان بايللي پيسې ټولي د کابل بانک د مشتريانو دي، چي په دې بانک کي يې ساتلي وې.
د افغانستان حکومت يوه مياشت دمخه د شيرخان فرنود او خليل الله فيروزي په نوم د کابل بانک دوه رئيسان ګوښه کړل او اوس داسي ويل کېږي چي د بانک ټول مسئوليت د افغانستان مرکزي بانک پر غاړه اخيستئ دئ.
بلي خوا ته د امريکا د نيويارک ايالت څارنوالانو درې ورځي دمخه اعلان وکړ، چي د محمود کرزي د غيرقانوني ګټو او د امريکا حکومت ته د ماليې د نه ورکړي په باب يې تحقيقات پيل کړي دي، چي که پر نوموړي دغه تورونه ثابت سي ښايي محاکمې ته راکش کړل سي.