کور / تازه خبرونه / پاکستان د ناټو اکمالاتي موټران ودرول

پاکستان د ناټو اکمالاتي موټران ودرول

پاکستان د ناټو ځواکونو حملې ته په عکس العمل کي له نن سهار راهيسي د ناټو اکملاتي کاروانونو ته لاره تړلې ده.
د اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي په لسهاوو موټرونه د تورخم او سپين بولدک پر ځنځيرونو د پاکستاني ملېشو له خوا درول سوي دي.
د پاکستان حکومت ويلي چي دغه موټرونه يې د امنيتي دلايلو پر اساس درولي دي.
پاکستان دغه ګام پر داسي مهال اوچت کړى چي درې ورځي دمخه د ناټو ځواکونو څرخکو په قبايلي سيمو کي په لسهاوو طالبان ووژل چي د پاکستان په وينا درې پاکستاني سرحدي پوليس هم پکښي وژل سوي دي.
بلي خوا ته د امريکا د استخباراتي ادارې سي، آى، اې مشر نن په اسلام آبادکي د پاکستان له لومړي وزير سيديوسف رضا ګيلاني سره کتلي او د ترهګرۍ خلاف جنګ، پر قبايلي سيمو د هوايي بريدونو په هکله يې خبري ورسره کړي دي.