په کابل کې د پوهنې وزارت پښتونخوا ميشتو افغان زده کوونکو ته پاملرنه نه کوي.
پېښور: افغان زده کوونکى سيد جلال رسنيو ته څرګنده کړې چې په کابل کې د پوهنې وزارت هغه زده کوونکو ته جدي پاملرنه نه کوي چې د پښتونخوا په افغان ښوونځيو کې زده کړې تر سره کړي وي، دغو زده کوونکو ته د پوهنې وزارت يو لړ پړاوونه په پام کې نيولي چې دغې پړاوونو زده کوونکي له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
پخوا ويل شوي وو چې هغه زده کوونکي چې په پېښور کې زده کړې تر سره کوي شهادت نامې به يې د اړوندو ښوونځيو له لارې له کابل څخه رالېږدول کيږي، خو بيا هم د ارزيابۍ په لارو چارو کې ډېرې ستونزې شته، ځينې وخت کې د کوم زده کوونکي د نوم د بدلون خبره رامنځ ته شي چې دا پخپله د څو کلونو د تعليم د وروسته والي سبب ګرځي او پړاوونه يې اوږده شي، په پېښور کې د قونسلګرۍ د پوهنې اتشه هم بيا په دې نه پوهيږي چې څه وکړي، يا يې په اړوند ښوونځي سپاري او اړوند ښوونځى يې د کابل دپوهنې د وزارت د تدريساتو په رياست سپاري چې دغه پړاوونو زده کوونکو ته ستونزې زېږولي دي، نوموړي زياته کړې چې دکورنيو چارو د وزارت د احوالو او نفوسو رياست د تذکرو په ورکړه کې هم ستونزې زيږوي، ځينې وخت کې دسړي عمر د اصلي عمر څخه کم يا زيات ليکي او يواځې د څېرې او بڼې سره يې تشبيه کوي چې دا په خپله اصلي عمر ته تاوان رسوي، ځکه ځينې وخت کې د يو سړي عمر پنځلس کاله وي خو څېره يې د شلو کالو د عمر ښکاري چې د کورنيو چارو وزارت بايد دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.