کور / تازه خبرونه / القاعده: افغان او پاکستاني حکومتونه د امريکا پر لاره ځي

القاعده: افغان او پاکستاني حکومتونه د امريکا پر لاره ځي

د القاعدې امريکايي الاصله وياند آدم ګاډن په يوه خپره سوې ويډيو کي ويلي چي د پاکستان اوافغانستان حکومتونه هغه څه کوي چي امريکا يې غواړي.
نوموړي په دې بيان کي د پښتونخوا او پاکستان له سېلاب ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې چي د تيري روژې مياشت يې په تشو ګېډو تر شنه آسمان لاندي تېره کړې ده.
نوموړي ويلي چي د پاکستان حکومت په مالي فساد ککړ دي او د سېلاب ځپلو سره سوي مرستي هم د پوځي او سياسي مقاماتو جېبونو ته لوېږي.
دغه اووه دقيقه يې ويډيو چي د سي، اين، اين شبکې راپور پر جوړ کړى وايي چي د افغانستان او پاکستان وګړي بايد پر خپلو حکومتونو فشار واچوي چي د لوېديځ پوځيان له سيمي وباسي.