د کندوز په چاردرې ولسوالي کي تيره شپه د بهرنيو او افغان ځواکونو په دوو جلا عملياتو کي درې تنه طالب وسله وال وژل شوي، چي دوه يې د ازبکستان هيواد اتباع دي.
د کندوز ولايت امنيه قومندان عبدالرحمان سيدخېل نن خبريالانو ته وويل چي دوه طالبان په دې عملياتو کي ژوندي هم نيول شوي دي.
د امنيه قومندان په وينا په دې عملياتو کي چي له سيمي څخه د طالب وسله والو د پاکولو په موخه پيل شوي دي، ايتلافي عسکر هم ورسره ملګري دي.
امنيه قومندان وايي د وژل شويو په منځ کي په تخار کي د طالبانو يو قومندان لعل او په نيول شويو کي د شمس الدين مشهور په ملا ابوبکر په نوم قومندان شامل دى.
بلي خوا ته د طالبانو وياند د تخار په خواجه غار ولسوالي د ١٧ اربکيو د وژلو ادعا کوي.