د افغانستان د کورنيو چاررو وزارت وايي په کندوز ولايت کي د طالبانو ځايي قومندان د پوليسو له خوا نيول سوئ دئ.
د کندوز امنيه قومندان عبدالرحمان سيدخېل د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چي د شمس الدين مشهور په ملا ابوبکر په نوم دغه قومندان په چاردره ولسوالي کي د پوليسو لاسته ورغلى دئ.
د امنيه قومندان په وينا د ملا ابوبکر نيول به په چاردره ولسوالي کي د طالبانو فعاليتونه متاثر کړي، خو طالبانو لا تر اوسه په دې باب څه نه دي ويلي.