د پاکستان حکومت وايي پر قبايلي سيمو د ناټو ځواکونو د څرخکو په حمله کي چي درې ورځي دمخه وسوه، درې پاکستاني سرحدي پوليس وژل سوي دي.
پاکستان د ناټو پر دې عمل باندي نيوکه کړې او وايي د نړۍ والو قوانينو څخه يې سرغړونه کړې، د پاکستان تر حاکميت لاندي سيمو ته د دوى بې اجازې داخل سوي دي، خو ناټو وايي طالبانو پر دوى حمله کړې وه او دا حق لري چي پر ځاى کي خپل دښمن تعقيب کړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه