بېنوا ويبپاڼه د هغه وزارت لخوا تړل سوې، چي د بيان د ازادۍ په معنا تر نورو ښه پوهيږي ، د کلتور تر څنګ يې زياتره سرو کار له ډله ايزو رسنيو سره وي او ولس ته د هغوی د ژوند د بېلابېلو برخو په اړه د معلوماتو وړاندي کولو ، کلتوري خدمتونو او دې ته ورته نورو برخو د پياوړي کولو او په ټولو يادو سوو برخو کي د استعدادونو د روزلو او هڅولو مستقيم مسئوليت او دنده لري.
د افغانستان غوندي په يوه بې لاسه او بې پښو هيواد کي چي تازه زېږېدلي رسنۍ يې هم لکه د نورو ټولو برخو غوندي لا تر اوسه پر پښو درېدلي ندي او خاپوړي کوي، په افغانستان کي پر بېنوا ويبپاڼي د بنديز پرېکړه او عملي کيدل داسي ښکاري لکه يو تازه نيالګی چي باغوان يې د پاملرني او پر وخت اوبَولو پر ځای له بېخه راوباسي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارات څخه داسي تمه کېده چي په دې جګړه ځپلي هيواد کي خپل ولس ته د ټوپک پر ځای د قلم او پوهي کلتور ور وښيي او د تشدد پر ځای يې سوال، جواب او پوهاوي ته رهنمايي کړي .
د لويي څارنوالۍ څخه مو تمه وه چي د هغو کسانو سره به حساب کتاب وکړي، چي هم يې زموږ ګران هيواد د تيرو دريو لسيزو په جريان کي ويجاړ کړی دی او هم د سلګونو زرو بېګنا هيوادوالو د وژنو ، لوټ تالان او ورانيو مسولين دي او هم نن د خپل پراخ اداري فساد له امله زما د ماشوم د ښوونځي او کتاب ، زما د ناروغ د روغتون او درملو او زما د بېوزلو هيوادوالو سره د نړيوالو د مرستو له پيسو ځانونو ته د نړۍ ښکلي ودانۍ جوړوي او ددې مظلوم ملت سره د نړيوالو لخوا د مرستو په پيسو شخصي سوداګرۍ کوي . خو له بده مرغه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ولس د هيلو پر خلاف د یوې داسي رسنۍ د بنديدو وړانديز وکړ چي د بنديدو پر ځای يې کارکوونکو تشويق، همکارۍ او هيواد ته د خدمت په لاره کي لاسنيوي ته اړتیا درلوده .
لويي څارنوالۍ بېله پوښتني ګروېږني او (د معمول خلاف) بېله ځنډه د دې امر د عملي کېدو حکم صادر کړ، چي له بده مرغه د مخابراتو وزارت هم د خپلو نورو کارونو په پرتله مهم وباله او عملي کېدو ته يې د لومړيتوب حق ورکړ.
دا چي د دې ټولو تر شا د چا لاس دی او دا څوک وو، چي افغان ولس يې د بيان د ازادۍ د بڼ ددې درختي له سايې څخه بې برخي کړ؟ دا به د وخت په تيريدو سره څرګنده سي. خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او لويي څارنوالۍ دواړو په دې کار سره د بېنوا ويبپاڼي د چلوونکي او همکارانو د هڅو او شپږکلن کلتوري خدمت په مقابل کي د افغانستان اساسي قانون او د مطبوعاتو قانون پر خلاف عمل وکړ، پر خپلواکو رسنيو بنديز ، د ژورناليستانو سره د مرګ تر بريده ناوړه سلوک، د رسنيو تر منځ د مور او ميرې غوندي چلند او دې ته ورته کړني په فساد کي د ډيري ښکېلتيا او بيان له ازادۍ څخه د ډار معنا لري .
په پای کي د افغانستان له ولسمشر ښاغلي حامدکرزي، لوی څارنوال محمداسحق الکو او مشرانو جرګې له مشر جهادي شخصيت حضرت صبغت الله مجددي څخه په درناوي هيله کوو، چي په افغانستان کي د بېنوا ويبپاڼي د مينه والو پر مخ ددې پاڼي بنديز ليري کړي او پرېنږدي چي د هيواد دښمنان مو ځوان نسل په لوی لاس له پوهي، ليک لوست او قلم څخه محروم او د ټوپک و خواته ور ټېل وهي .
په درناوي
عبدالله احسان
د لراوبر ويبپاڼي اداره – هالنډ
د بېنوا ويبپاڼي په اړه څو نور سرليکونه :
Censorship: Benawa.com Bruce G. Richardson
ايمل خان فیضییک نگاه حقوقی به انسداد سایت بینوا
ولي شا طبيب دبینوا اوټول افغان ویب پاڼوباندي بندیزدمنلو وړ نه دی
SAFMA Regarding ban on Benawa Website
سيد جان کارواني دبېنوا او ټول افغان د وېبپاڼو تړنه او تهديد غندو!
ولي نورزی د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه کلک غبرګون او غندنه
عبدالله احسان : پر بېنوا بنديز د بيان له ازادۍ څخه د ډار معنا لري