له تيرو خواوشاه لسو کالو راهيسې چې دسولې کومې خبرې کيږي تر ډيره رښتونې نه دي له هاغه پيله تر دا مهاله دسولې په نوم ټولې خبرې يوازې دولس په سترګو کې خاورې شيندل دي.دسولې او ملي پخلايني په نوم چې څه موده وړاندې کومه جرګه جوړه شوه يو هم داسې ښاغلى په کې نه وه چې دزړه له تله دې په افغانستان کې سولې او ټيکاو راوستو ته ژمن وي.
پردې جرګې دپيسو او وخت لګول هم يوازې يوه نمايشې خبره وه چې هيڅ ډول اساس او پنسټ نه لري ،دحضرت مجددي تر مشرۍ لاندې دسولې دټينګښت کميسون په تيرو پنځوشپږو کالو کې يوازې داچې لوړ معاشونه واخلي نور يې دسولې دراوستو لپاره هيڅ هم نه دي کړي کوم کسان چې دمخالفينو په نوم له دولت سره يو ځاې شوي دا هم ددې کميسون دهڅو پايله نه بلکې دهمدغو يو ځاې شويو خلکو خپلې موخې وې.خبره نه اوږدوم او خپلې اصلې موخې ته راګرزم.
ولسمشر کرزي څو مياشتې دسولې دجرګې دجوړولو په پلمه تيرې کړې او له جرګې وروسته يې دسولې دشورا پر جوړولو وخت واړاوه.بالاخره يې د داسې شخصيتونويو نوملړ ولس ته وړاندې کړچې همدغه ښاغلي په افغانستان کې دسولې دراتلو مخالف دي.دا هغه کسان دي چې خپل خير په جګړو او ورور وژنه کې ويني.ښاغلي ولسمشر ته به ياد وي چې کله دډاکټر نجيب الله نظام ړنګ شو نو حضرت صيب ددوه مياشتو لپاره واکمن شو چې بيا يې دواک له ګدۍ نه کوزيدو ته زړه نه و .
دسولې پروا يې نه ساتله او يوازې په دې فکر کې وچې څنګه په واک کې پاتې شي.ترهغې راوروسته چې واک دشمالي ټلوالې مشر ربانې ته ورسيد ده له د واک غزولو لپاره دهر ډول قانوني معيارونو په پام کې نيولو پرته يې دواک غزولو لپاره پلمې جوړولې.او په داسې حال کې چې دده په واکمنۍ کې زرګونه څه چې ان لکونه ککرۍ په کابل او دهيواد په نورو برخو کې خاورې شوې خو دا ښاغلې حاضر نه و چې دسولې او ټيکاو دراوستو لپاره يوه ګړۍ هم له خپل ناقانونه واک نه تير شي.موږ او ټولې نړۍ وليدل چې دې ښاغلي دطالبانو دواکمنۍ دړنګيدوپرمهال دروغې جوړې او ورورګلوۍ درامنځته کولو پر ځاې له امريکايانونه دلويو بمونو د ورولو غوښتنه کوله.دسياف،محقق او يو شمير نورو ښاغلو دواک په سيمه کې خو دخلکو په ککريو ميخونه ټکول شول او پردۍ تورسرې پکې بې ستره شوې.
دمحقق او دهغه دپلويانو له لورې دپښتنو کوچيانو سره شوې چال چلند خو دهيڅ چانه پټ نه دى.په همدې نوملړ کې ډيرو ښاغلو ددولتي زمکو پر غصب سرپه نده کړې او ددې لارې يې خپلو کورنيو ته له حسابه وتلې شتمنې جوړې کړيدي په وزير اکبر خان کې دربانې دزوې له لورې پر نړيوالو معيارونو برابرو هوټل او رستورانت چې له بهرنيو وګړو پرته کې نور څوک ان د يوې پيالې چايو څښلو توان نه لري له چا پټ نه دې ،دسياف او خليلي له لورې په خپل نوم دښارګوټو او کالونيو جوړل هر چا ته څرګنددي دوې دا شتمنۍ له کومه کړې ولې له دې وسره حساب کتاب نه کيږي ددې پرځاې چې ددوې ګريوان دولس لاسونو ته ولويږي کرزى صيب يو ځل بيا پر ولس ددوې مسلط کول غواړي.هغه دپښتو يو متل دى چې وايي(زه مرم دغوچې او ته بيا وايي چې غوچې) .
په پاې کې خپل ولسمشر ته هغه دخپلو کوزنيو پـښتنو ورونو په دود يوه خبره کوم چې په کولاو غوږونو واوره چې دا خلک ددې وطن په درد نه دوا کيږي ددوې په وجود کې به هيڅکله هم په هيواد کې سوله رانشي ،ستا لپاره غوره داده چې دوې په تدريجي ډول بې واکه کړه دروانو حالاتو له صحنې نه يې وباسه پر دوې نه ولس او نه هم ستا مخالفين باور لري زه په دوې کې داسې څوک نه وينم چې په رښتينې توګه دې يا له طالبانو او يا هم له ښاغلي حکمتيار سره دمخامخ خبرو کولو امکانات ولري .که ته له دې وړۍ نه شړۍ جوړول غواړې نو دا دې بيا پر ولس ملنډې وهل دي .