په افغانستان كې هر چا داسې لوبې وكړې چې د انسانيت او بشريت له شان سره نه ښآيي په دې اړه ډېرې ليكنې شته او تاريخ تورې پاڼې او تورې څېرې لري چې اوسنيو هېوادوالو ته معلومې او راتلوونكې به يې هم وپېژني.
په دې اړه نه غواړم چې څه وليكم ولې يوه خبره چې اوسمهال ډېره خطرناكه وينم او د خطر وړ ده ځكه وايي چې غوښه غوسا شي نو مالګه به پكې واچوي كه مالګه خوسا شي نو سړې به څه وكړې؟ د ټوپك سالار،جنګسالار، لنډه غر، غل او قمارباز نه خو څوك ګيله نه كوي كه هغوى په دې خاوره هر څه كوي او كه د چا عزت ته په څنګه سترګه ګوري؟ خو په قران كې الله پاك وايي چې د پوه او ناپوه كسانو ترمينځ توپير دى يانې هغه كسان چې پوهېږي د هغوى مرتبه له ناپوه كسانو څخه لوړه ده او پوه كسان د علم ډيوې دې او په هر څه پوهېږي ښه او بد پېژني همدا علت دى چې په كوم ملك كې پوه انسانان ډېر وې هلته هرڅه سم او ښه وي او همدا عالمان او پوهان دي چې خپل وګړي خپل اولس خپل هېواد او راتلونكى نسل سمې لارې ته بيايي او سمه او مستقيمه لار ورته ښايي په همدې اړه پاك خداى (ج) د معلم مرتبه لوړه كړې ده.
زه په دې ليكنې ډېر خفه يم چې داسې تورې ويبسايټ ته ولېږم په لومړي سركې د دې خبرې ذكر كول ضروري دي چې په هر ځاى كې هر ډول خلك وي څنګه چې د انسانانو څېرې توپير لري همداسې د دوى عملونه او روان هم سره فرق لري خو په يو ځاى كې يو سړې بد كار وكړې نور ورسره بدنام شي او نور ورسره سپك شي.
د څو لسيزو جګړو نه وروسته خداى لږ ارامي راوسته او لا او س هم د جنګ لمبې بلي دي خو ځينې اكاډميك مركزونه په هېواد كې جوړ شول دا غريب ولس ورته خپل بچيان او لورګانې راليږي چې يو دوه ټكي څه زده كړي او د وخت په تېرېدو سره مو هېواد كدري څېرې ولري. هغه بيچاره خلك چې خپله پيغله لور، خوراو ښځه د پوهنتون ته وليږي چې څه زده كړي خو داسې بې غيرت استادان هم شته چې هېڅ انسانيت نه لري البته دلته بيا يادونه كوم چې ډېر استادان د قدر وړ دې د دې خاورې روشنفكران او مشران او عالمان دي دوى دې نه خفه كېږي خو دا كارونه يو يا دوه كسه كوي. چې ځينې پيغلې محصلينې، او مړوښې پتنګوي چې …
له چانه يو څه او له چانه بل څه غواړي او ورته وايي چې ما واده نه دئ كړئ …. په دې اړه ډېر څه شته چې خپله به نور پوه شي او د خپل مرګ شيبې نژدې وويني . سبا به يا په پوهنتون كې او يا به پخپل كوراو ښار كې چا وژلى وې په دې اړه نو رڅۀ نه ليكم خو ….
همدلته دې دا ليكنه اوس بس وي.