کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د (مونږ به څه کوو؟) په اړوند ځينې وړانديزونه

د (مونږ به څه کوو؟) په اړوند ځينې وړانديزونه

په دې کې هيڅ شک نشته چې د افغانستان د روان ناورين او له خطره ډکې راتلونکې په اړوند واقعاٌ لوی اکثريت افغانانو زړونه دردمند او له وسوسو ډک دي. هر يو د خپل توان او امکاناتو سره سم دقدر او ستاينې وړ هلې ځلې کړي او کوي يې. زه هم د کوم منفي نظر او يا نيوکی په توګه نه بلکه د خپل وطن او خلکو په وړاندې دمسوُليت د احساس له مخې د وتلي ليکوال او شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني د ليکنې چې د ((بيا هم د يوې ملي جرګې په باره کې)) تر سر ليک لاندې ئې ليکلې وه، په اړوند ځينې د نظر ټکي او يو څو وړانديزونه وړاندې کوم. د دې دپاره چې د نوموړي د ليکنې په اړوند زما د نظر د ټکو مفهوم درست څرګند شوی وي نو لومړی د جهاني صاحب د ليکنې يوه لنډه برخه دلته رانقلوم: ((پاته سو دا سوال چې افغانستان يو اشغال هيواد دی او که نه دی. زه ګومان کوم په دې خبرې هر څوک پوهيږي چې ((غوا توره ده شيدې سپينې دي)) . . . زه ګومان کوم په دې مسُلې (نيواک زما اضافه کونه) باندې بحث کول او يا په هغه باره کې فيصله او عمل کول د داسې يوې ملي جرګې، چې لا تر اوسه جوړه شوې نه ده، تر حوصلې لوړ کار دی. زه وايم چې که په افغانستان کې سوله تاُمين شي او امنيت راشي او د ټولو اوسنيو بدمرغيو اصلي عامل چې دغه فاسده اداره ده، له منځه يوړه شي، دخارجي قواو اوسيدلو ضرورت نه ليدل کيږي. هغوئ هم په خپله وزي او هم ئې مونږ ايستلای شو)).
زه بشپړ باور لرم چې جهاني صاحب لا پخوا په دې باور و چې افغانستان تر نيواک لاندې دی او هغه د دغه نيواک ضد او هم ئې په وړاندې مبارزه کړې او کوي ئې. د جهاني صاحب د پورتنيو څرګندونو په پام کې نيولو سره خپل نظر د موخو د لومړيتوبونو او ارتوب په اړوند څرګندوم.
۱ – د نيواک په اړوند بحث او يا پريکړه که دملي جرګې د حوصلې څخه يو لوړ کار وي نو بيا د دغسې يوې ملې جرګې چې اصلاًبايد د دغسې يوې ملي مسُلې د حل دپاره جوړه شي، د جوړولو ضرورت څه شی دی؟ په هيواد کې ډيرې ټولنې او سياسي ګوندونه او د هغوئ تر څنګ آن په اصطلاح اپوزسيون چې هم د نيواک محصول دی، هم د سولې ضد او هم په فساد کې ډوب دی خو په موجوده نظام کې د فساد او هيواد کې د سولې او امنيت نارې وهي او شعارونه ورکوي. يعنې په حقيقت کې دغه هر څه يوازې سياسي – شعاري بڼه لري او بس.
۲ – په افغانستان کې هيڅکله سوله او ثبات نه شي راتلای تر څو چې د نيواک او بهرنيو ځواکونو د شتون مسُلې معقول حل او فصل لومړيتوب و نه لري او د ګاونډيو هيوادونو د لاس وهنو د بندولو په ميکانيزم غور ونه شي.
۳ – يوازې د اوسني فاسد نظام (د اوسنيو بدمرغيو اصلې عامل – په پورتنۍ ليکنه کې) په د له منځه وړلو سره بهرنيان د افغانستان څخه نه وزي. دغه فاسده اداره د بهرني تيري او يرغلګرو ځواکونو د شتون معلول ده نه دا چې برعکس، نو ځکه اول علت بايد له منځه يووړل شي. يرغلګر ځواکونه افغانستان ته په زور راغلي دي، په زور سره په هيواد کې پراته دي، په خپل سر هر چيرې او هر وخت چې ئې زړه غواړي جګړې او وژل کوي، او د زور پرته (پوځي – سياسي زور) به هيڅکله هم و نه وزي. يرغلګرو د واک دښمن ((تروريزم)) په نوم په افغانستان يرغل وکړ، اما د نهو کلونو په اوږدو کې په خپل لاس روزل شوی او دلته راليږل شوی دښمن ((تروريږم)) په ځای دنيواک ضد وسله وال مقاومت په وړاندې جګړې مخته بيايي او زموږ بې ګناه وطنوال په خپلو بمباريو سره په شهادت رسوي. د بلې خوا په اوسني ډول سره د بهرنيانو په شتون کې د اوسنۍ فاسدې ادارې په ځای کوم خپلواک ملي دولت هم جوړيدلی نه شي او هر دولت چې جوړ شي هغه به هم يو ګوډاګی او لاس پوڅی دولت وي. په دغو نهو کلونو کې د دولت د مشر څخه نيولې د ولسوال تر کچې پورې ټاکنې او مقررۍ د بهرنيانو د نظر او تائيد
له مخې صورت مومي، همدارنګه د پارلمان د غړو لويه برخه هم د بهرنيانو د سياسي او مالي ملاتړ په زور د پارلمان غړيتوب حاصلوي. بله دا چې د طالبانو د نظام له منځه وړلو پورې د افغانستان په تاريخ کې په اوسنۍ کچه فسادونه موجود نه و او مافياوې خو چا هيڅ نه پيژندلې، دغه ټول د بهرنيو يرغلګرو هيوادونو سوغاتونه دي چې په افغانانو ئې لورولي دي.
۴ – نيواکګر په خپلو کړو او تبليغاتو کې ريښتيني نه دي. د 2001 کال راهيسې ئې نارې وهلې چې ټولنيز عدالت پلی کوو او جنګي جنايتکاران محکمې ته راکاږو، حال دا چې نه يوازې هغوئ محاکمه نه شول او حساب ورسره ونه شو او نه کيږي، بلکې د افغانانو په سر ئې واکمن کړي هم دي. په دغه ټوله موده کې ئې روڼ اندي هم په دغه تبليغاتو مصروف وساتل. اوس چې د جنايتکارانو په اړوند تبليغ نور خپل رنګ او اغيز له لاسه ورکړی او خلکو ته هسې پوچې خبرې ښکاري، نو په ملي او نړيواله کچه د فساد نارې سورې دي، خو عمل نشته. د دغه ټولو تبليغاتو څخه ئې اصلي موخه دا ده چې د خلکو پام د اصلي مسُلې يعنې نيواک او جګړو بندولو څخه بل خوا ته واړوي، اوبه خړې کړي او ماهيان ونيسي. په دې کې شک نشته چې د جنايتکارانو او فساد شتون يو واقعيت دی او له منځه وړل ئې د افغانانو په وړاندې يوه ضروري او مهمه مسُله ده.
بهرنيان ظاهراً د افغانستان د ستونزې سوله ايز حل تائيدوي خو په عمل کې نور پوځونه راولي او پراخو سختو جګړو ته زور ورکوي او دا ځکه دغه ډول کولی شي چې د ځان په وړاندې د وسله وال مقاومت تر څنګ د سوله ايزې لارې څخه د نيواک او جګړې دپای ته رسولو غوښتونکي – پراخ، غښتلی، يو موټی او متشکل ملی ځواک نه ويني. زما په باور او اند هر خوځښت چې د نيواک په شرايطو کې منځته راځي او د نيواک او يرغلګرو ځواکونو د شتون پای ته رسولو مسُله ئې د تګلارې په لومړيتوب کې نه وي، نه يوازې دا چې هغه به په يو سراسري ملي خوځښت بدل نه شي، بلکې په افغانستان کې د يوې خوا د نړيوالې ټولنې د څارګرۍ پراخ جال او د بلې خوا د بې شميره سياسي – ټولنيزو جوړښتونو غير اغيزمن نمايشي شتون ته په کتو سره دغه خوځښت هم د خلکو د شک او شبه سره مخ شي. دنيواک مسُلې ته دوهمه درجه او يا لږ اهميت ورکول په حقيقت کې د جګړې د دوام يو ډول تائيد دی. دغه ډول دريځ نيواکګرو ته دا باور ورکوي چې ګواکي افغانانو ته د خيټې ابادي تر خپلواکۍ مهمه ده، حال دا چې اکثريت افغانان لوږه، تنده او هر ډول ستونزې زغملی شي، خو د پرديو واک او غلامي نه ښی قبلولی.
په افغانستان کې د روان ناورين او په راتلونکي کې د هيواد ځمکنۍ بشپړتيا په برخه د يرغلګرو او ګاونډيو هيوادونو د بدو نيتونو او يوې کوچنۍ وطن پلورونکې کړۍ ملي ضد دريځ ته په پام کې نيولو سره د خپلو پورتنيو څرګندونو تر څنګ يو څو وړانديزونه وړاندې کوم.
۱ – د ټولنيز و او سياسي جوړښتونو يوازې په زړه پورې نومونه او عامې تګ لارې او غوښتنې په افغانستان کې د موجودو بنسټيزو ستونزو د حل سره مرسته نه کوي بلکې يوازې د بنتسټيزو مسُلو طرح کول او د څرګندو موخو (د نيواک پای ته رسول، سولې او ثبات ټينګول، دملي واکمنۍ او د هيواد د ځمکنۍ بشپړتيا تاُمين او موُقتي حکومت سره سلا کيدل)ټاکل، او دغو موخو ته درسيدلو دپاره دپخوانيو او اوسنيو ايډيالوژيکي اړيکو، ژبې، سمت، قوميت او مذهب په پام کې نه نيولو سره د ټولو هغو وطنپالو ځواکونو (که افراد دي او که تشکلونه)چې د پورتنيو موخو سره موافق وي، راټوليدل او ګډې هلې ځلې کول يوازينۍ او اغيزمنه لار ده.
۲ – د بهرنيو او کورنيو دښمنانو دهيلو خلاف موږ بايد د ټوټې کيدلو په ځای د يو موټي او يو ځای کيدلو، او د بې باوريو په ځای د باورونو جوړولو او منځ ته راوړلو په لور عملي او ګړندي ګامونه پورته کړو.
په افغانستان کې په ډيره لويه شميره، خو غير اغيزمنه توګه د سياسي ګوندونو د شتون تر څنګ، دسولې او ثبات ټينګولو او جګړې پای ته رسولو په غرض په مختلفو نومونو جرګې او ټولنې هم جوړې شويدي او لا جوړيږي، خو د فعاليتونو څخه ئې لا تر اوسه ډيرې لازمې پايلې لاسته نه دي راغلي. د دې دپاره چې د يوې لنډې لارې او لږ وخت کې داسې يو ريښتينی او ځواکمن ملی خوځښت جوړ شي، او وکولای شي چې د يوې خوادافغانستان روان ناورين د ملي ګټو په پام کې نيولو سره حل او هم هيواد ته د ډول ډول دښمنانو له خوا د راتلونکو متوجه خطرونو مخه ونيول شي، زما په اند ښه به دا وي چې دموجودو جرګو او ټولنو او همدارنګه هغو سياسي ګوندونو چې د دې کار سره موافق او ليواله دي، دمشرتابه استازي او په تيره بيا د ښاغلو دوکتور محمد عثمان روستار تره کی، ډاکتر فاروق اعظم، عبدالباري جهاني . . . چې د دريځونو ، طرحو او وړانديزونو څخه ئې وطنوال خبر دي، يوه لويه غونډه او يا کنفرانس راوبلل شي او په همغه غونډه کې کيدای شي چې د افغانستان د ژغورنې جرګې طرحه، او د ښاغلي ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي ګوند ((ملي ميثاق)) په نوم طرحه دواړه يو ځای د اساس په توګه په پام کې ونيول شي او د ګډونوالو له خوا د رغنده وړانديزونو په ورزياتولو او يا کمولو سره دې ورڅخه يوه ملي طرح او پروګرام جوړ او تصويب شي، په دغه ترڅ کې به د ملي ټولنې، ملي جرګې . . . . په نوم واحد او يو موټی ملي خوځښت جوړ چې د نوموړې طرحې او پروګرام د پلي کولو دپاره به په قوت سره همغږې سراسري هلې ځلې پيل شي.

 په درنښت،
د افغانستان دخپلواکۍ او سلامتيا په خاطر د يو ريښتيني ملي خوخښت د جوړيدو په هيله!