د ناټو ځواکونو د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد هغه ادعاګاني رد کړې چي لراوبر ته يې د طالبانو د مړيني په هکله د يوې خبر پاڼي په لېږلو کي کړي وې.
د ناټو له خوا د لراوبر ويبپاڼي ته رسېدلې خبر پاڼه وايي چي ذبيح الله مجاهد په هغه خبر پاڼه کي د لراوبر له لاري يې خپره کړې ښه پرېمانه دروغ ويلي، چي دوې ورځي دمخه يې په لغمان کي وژل سوي کسان ټول ملکي وګړي بللي وو.
د ناټو ځواکونه وايي چي دوى د لغمان د اليشنګ ولسوالۍ د پېښي په هکله داسي عکسونه هم مطبوعاتو ته لېږلي، چي په سپکو او درنو وسلو سمبالو طالبانو د دوى له بريدونو څخه د ښځو په چادريو کي د پټېدو هڅي کولې.
بايد وويل سي چي د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دوې ورځي دمخه د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالي کي د ناټو له خوا وژل سوي کسان ټول عام وګړي بللي وو، چي په وينا يې وروسته کليوالو د ناټو پر ضد مظاهره هم وکړه.
خو ناټو او افغان محلي چارواکي وايي په هغه حمله کي ټول وژل سوي کسان طالبان وو.