د ۲۰۱۰ م کال دسپټمبر ۲۸ مه
د فاکس نيوز ټلوېزوني شبکه
« رسني به ممکن موږ ته و نه وايي څرنګه فکر وکړو، خو په حيرانوونکې توګه موږ ته تلقينوي چي بايد په څه شي کي فکر وکړو»
نن په امريکا کي د چاپي او الکټرونکي رسنيو لويه برخه د بانفوذه يهودي ميليارډرانو په تصرف کي راغلي او د همدې لاري و خپلو اهدافو ته د رسېدو د پاره د پرګنو په ذهنيتو کي کار کوي ، د فرصت لحظې خلقوي، د هغه څخه ګټه اخلي او په دې وسيله د امريکا د ټولني و عمومي افکار و ته د خپلو غوښتنو په چوکاټ کي و هغه ته لوری ورکوي .
د سخت دريزه يهودانو د ذکاوت داهمه خواصو څخه يو هم دادئ چي هغوی تل د نړۍ د قدرت په مراکزو کي خپل نفوذ ساتلی اوبس هماغلته يې و ځانته هدفونه ټاکلي دي . هغوی د نورو عرصو تر څنګ د نړۍ پر عمده رسنيو باندي د ځان د حاکميت په قابليت باندي ښه ترها پوهيدلي او دادئ نن يې د امريکا او نړۍ د رنګارنګه او بانفوذه رسنيو ښارګونه په خپله ولکه کي را وستي دي . دوی اوس په دې حوزه کي ديوې اثرناکه حاکمي او قدرتمندي وسيلې په توګه ځان و ميدان ته را ايستلی او دهغه څخه د خپلو استعماري اهدافو د تحقق دپاره د کارنده وسلې په توګه ګټه اخلي .
د فاکس نيوز خبري شبکه (FOX News Channel) په امريکا کي يوه مشهوره او موډرنه کېبلي ټلوېزوني رسنۍ ده چي د فاکس د سرګرميو د ګروپ لخوا(FOX Entertainment Group) په کار لوېدلې ده او اصلي آرګا و بارګا يې په لاس انجلس او کالیفرنيا کي موقعيت لري . دغه مجتمع د نيوز کورپ News Corp يا نيوز کارپرېشن News Corporation يوه برخه ده چي په امريکا کي يې د رسنيو يوه عظیمه مجموعه په ځان کي را مروړلې او مالک يې اسټرليايي الاصله ميليارډر روپرټ مرډاک (Rupert Murdoch) دئ .
روپرټ مرډاک په خټه يهود دئ ، تحصیل يې په انګلستان کي تکميل کړی دئ خو اوس په امريکا کي اوسيږي . نوموړی نن سبا د نړۍ د رسنيو د سزار په نامه ياد يږي چي په دې عرصه کي د نړۍ خبري او تبليغاتي داسي پېچلي شبکې يې په لاس کي نيولي اورهبري کوي چي يو سريې په امريکا بل يې په انګلستان ، بل يې په اسټرليا او اسیا کي قرار لري .په واقعيت کي د همدې قارو سیاسي او غیر سیاسي تبليغاتي نبض د همدغه رسانه ای غول په لاس کي دئ .
د ۱۹۸۰ يمي لسيزي په پيل کي کله چي روپرت مرډاک په تصويري او صوتي رسنيو کي د خپل نفوذ او قدرت و وسعت ته مخ کړ ، پرېکړه يې وکړه درسنيو يو پراخ بنسټه شرکت، د نيوز کورپ News Corp يا نيوز کارپرېشن ( News Corporation) په نامه افتتاح کړي . سره ددې چي مرډاک د ټلوېزوني شبکو په عرصه کي زياته سرمايه ګزاري درلودله خو ددې شرکت په تأسیس سره يې ګويا د رسنيو په ساحه کي وخپل جغرافيايي قلمرو ته لا نور هم وسعت ورکړ . په امريکا کي ددې شرکت د لاري د فاکس په نامه د ټلوېزوني شبکې خپرېدل د مرډاک ترټولو يو پر مصرفه او تاثیرناکه اقدام وو .
د مرډاک نيوز کورپ يا نيوز کارپرېشن چي د رسنيو يوه پراخه مجموعه ده ،د والټ ډيزني نه وروسته د نړۍ د رسنيو تر ټولو لويه کمپنۍ ده چي د ورځپاڼو، مجلو، ټلوېزوني شبکو، را ډيويي سټېشنو ، د هاليووډ د فیلم جوړولو په لويه انډسټرۍ کي د شلمي پېړۍ د فاکس فلم (20th Century Fox Film) مشهوري سټډيوګاني ، د چاپي مطابعو يوه لويه مجموعه، انټرنټي شبکې او ډېر نورو زیات نهادونه په خپل ځان کي را ټول کړي دي او پرهغو باندي تسلط لري . مرډاک نن د نړۍ د رسنيو په نړۍ وال
ميدان کي هر ځای ځانته ځای او بازار لټوي . د مرډاک نيوز کورپ شرکت په ټوله نړۍ کي د نيويارک پوسټ» ، «وال سټريټ ژورنال» د لندن « ټايمز» په ګډون ، د ۱۷۵ نه زیاتي مشهوري ورځپاڼي، ۶۰ ټلوېزوني شبکې او ۴۰ مجلې تر خپلي ادارې لاندي لري . په اسټرلياکي د ددې هيواد درو ورځپاڼو څخه دوې ورځپاڼي د ده مالکيت دئ، په نيوزيلنډ کي د ورځپاڼو د تيراژ تقریباً نيمه برخه، د مرډاک ده، او په انګلستان کي د هر درو ورځپاڼو څخه يوه د نوموړي په واک کي ده . نيوز کار پرېشن په انګلستان کي د «ويليام کالینز» (William Collins) او په امريکا کي د هارپر اينډ راو (Harper & Row) لويو غولپیکره مطابعو ملکيت په لاس کي لري . دغه بیا را وروسته د هارپر کالینز (HarperCollins) دطباعتي شرکت په نامه و نومول سو. نن مرډاک په هر څه کي لاس لري، د سکسي او جنسي مسائلو د اشاعت څخه را نيولې بيا د انجيل دمقدس کتاب تر چاپولوپوري . مرډاک د نيوز آف د وړلډ (News of the World) ورځپاڼه چي په انګلستان کي دسکس اولوڅو عکسود اشاعت اخبار دئ مالک دئ . دغه ورځپاڼه د ورځي ۴ میلیونه تیراژ لري ، په داسي حال کي چي په امريکا کي د وانډر ون د انتشاراتو موسسې لخوا چي هغه هم د مرډاک په ملکيت کي ده د کاله ۷ میلیونه جلده انجيله چاپوي .!
د فاکس (Fox News) د ټلوېزوني شبکې اساس د ۱۹۸۵ م کال د مې په مياشت کي د روپرټ مرډاک لخوا په نيويارک کي کښېښودل سو . مرډاک د ۱۹۹۶ م کال په فبرورۍ کي د امريکا دجمهوري غوښتونکو د ګوند د سياسي سټراټيژيسټ روجر ايليس (Roger Ailes) په همکارۍ د فاکس نيوز (Fox News) ټلوېزوني کېبلي شبکه فعاله او لومړنۍ خپرونه يې د همدې کال د اکتوبر په اوومه خپره او خپلو ۱۷ ميليونه کېبلي ګډون کوونکو ته و رسول . روجر تر دې دمخه د ان بي سي(NBC) په ټلوېزوني شبکه کي د اجرائيوي مديرپه توګه کار کاوه ، خوددې وظيفې څخه يې د نورو وجوهاتو په خاطر ځان ګوښه کړی وو. د فاکس ټلوېزوني شبکه نن په امريکا کي د ABC ، CBS او MSNBC څخه را وروسته د دې هيواد څلورمه مشهوره او اثرناکه ټلوېزوني شبکه ده. دغه تصويري رسنۍ نن د يوې حرفه ای شبکې په عنوان ځان مطرح کړی او په ډيرو پرمختللې او موډرنه ټکنالوژيو باندي ځان مجهزه کړی دئ . د فاکس ټلوېزوني شبکه په شپه او ورځ کي ۲۴ ساعته خپروني او مختلفي برنامې لري . دغه برنامې د ورځي ۱۵ ساعته ژوندی يا لايف خپريږي . ددغو برنامو زیاتي برخي د نيويارک په سټډيو ګانو کي ثبتيږي چي خورا عالي تصويري کيفيت لري . تېرکال (۲۰۰۹) دغه شبکې د امريکا و ۱۰۲ ميليونو کورنيو ته ځان رسولی او نور ډېر نړۍ وال ليدونکي يې هم ځانته را جذب کړي وه . همدا اوس د نړۍ د ۶۰ څخه په زياتو هيوادو نو کي ددې رسنۍ خپروني و خپلو ګډون کوونکو ته د کېبل د لاري د نيويارک د سټډيوګانو څخه رسيږي .
د فاکس خبري ویب سايټ چي د ۱۹۹۵ م کال څخه فعاله ده، دفاکس نيوز وروستي خبرونه په ليکه کوي . ددې ويب سايټ محتوی عمدتاً د فاکس د ټلوېزوني پروګرامو څخه ويډيويي او تصويري کليپونه او ږغي خبرونه يې بيا د فاکس د راډيو او د خبري ستونو څخه را اخيستل سوي دي .
د ۲۰۰۸ په سپټمبر کي د فاکس خبري کانل د « سټراټيژۍ د خوني» په نامه (The Strategy Room)يوه برخه پرانیستله چي په هغه کي ددې شبکې د پخوانيو مخاطبانو څخه استفاده کيږي . په دغه برخه کي د هغوی د خوښي برخه وال په غیر رسمي توګه د ورځي په خبرو باندي ږغيږي . همدارنګه رسمي بحثونه هم لري چي د « کار د ساعت » (Business Hour) ، «خبرونه د يو نظرسره» (News With a View) او « د خدای سره خبري» (God Talk Hours) په برنامو کي وړاندي کيږي .
د فاکس نيوز د سټلايټ ټلوېزوني شبکه او په مجموع کي د نيوز کورپ د شرکت د کړنلاري هدف او ماموريت د نړۍ و هر کونج ته په اصطلاح د امريکايي « فرهنګ اوارزشونو» لېږدول او د هغوی رواجول دي .
د هري رسنۍ او د هغې جملې څخه د فاکس نيوز کاري فعاليت د هغې پر ايډيالوژيکي باورو باندي اتکاء لري او درسنيو خبري محتوی هم د هغوی د ايډيالوژيکي افکارو څخه متأثره کيږي . که څه هم فاکس نيوز د بېطرفۍ ادعا کوي ، خود نورو حوزو په تناسب د غه ټلوېزوني شبکه د سياست په حوزه کي د امريکا د جمهوري غوښتونکو سخت دريزه محافظه کارانو خوا نيولې او د هغوی د ايډياوو د خپرېدو اصلي منبع ده . فاکس نيوز شبکه تلاښ کوي د زیاتو هيوادو سیاستونه تر خپل رسانه ای تبليغاتي کمپاین تر تاثیر لاندي راولي او د امريکا د محافظه کارانو تفکرات په ټوله نړۍ کي تبلیغ کړي . هغه ټولپوښتنه چي د کال ۲۰۰۹ په اکټوبر کي د PEW لخوا خپره سوه، فاکس نيوز د امريکا تر ټولو ايډيالوژيکه او تر ټولو محافظه کار ه خبري شبکه ښودل سوې وه .
په کال ۲۰۰۴ کي د روبرټ ګرين والډ (Robert Greenwald) په نامه ليکوال چي د مستنده فلمو ډاېرکټر او جوړونکی دئ ، « د ژورناليزم پر ضد د روپرټ مرډاک جګړه » (Rupert Murdoch’s War on Journalism)په نامه يو مستنده فلم جوړ کړ. په دې فلم کي نوموړي د ژورنالیسټ جان موډي (John Moody) چي د فاکس نيوز د عالیرتبه کارمندانو څخه وو،د هغه دشخصي ياد داښتو څخه استفاده کړېده، هغه وايي چي د فاکس نيوز د ټلويوزوني شبکې خپروني په امريکا کي د محافظه کارانو د ډلي يعني د ( جمهوري غوښتونکو) د فکري خط څخه ريښه اخلي او تلاښ کوي چي دپيښو او خپلو خبري خپرونو محتوی د همدې فکري خط په چوکاټ کي ځای ا و هغه ته بدلون ورکړي . نوموړي د موډي د قوله ادعا کړېده چي په فاکس نيوز کي جمهوري غوښتونکو محافظه کارانو ريښې غزولي دي او تلاښ کوي چي په خبرنو کي د پيښو و محتوی ته بدلون ورکړي . هغه د نوموړي د وروستي کتاب په مقدمه کي چي په کال ۲۰۰۵ کي چاپ سوی وو، د فاکس نيوز په اړه و دغه ټکي ته پاملرنه کړېده او ليکي چي« کوم څه چي زه يې هېښ کړی يم هغه داچي د نقد په حوزه کي فاکس نيوز شبکې بيخي لږ څه نوشته کړي يا توليد کړي دي … فاکس نيوز سیاسي جهت ګيري لري او بر الا د جمهوري غوښتونکو فکري خط تعقيبوي . په واقعيت کي د جمهوري غوښتونکو د نيو محافظه کارانو او فاکس نيوز تر منځ بر آلا اړيکي سته خو د هغو په باره کي هيڅ هم ندي خپاره سوي » .
ددې نه علاوه د زياتو څېړونکو په باور د فاکس نيوز خبري رسنۍ د هغه نشراتي شعار څخه چي خپل ځانته يې ټاکلی دئ ، يعني « ناپېيلتوب او تعادل» (Fair & Balanced) او يا « موږ ګزارش ور کوو، تاسو تصميم و نيسی » (.We Report. You Decide) ، د هغه په خلاف عمل کوي . فاکس نيوز د خبر رسولو په برخه کي د خپلي بر الا جهت ګيرۍ په خاطر تر زیاتو انتقاداتو لاندي راغلی دئ . د دغي شبکې څخه زياتره انتقادونه د کوچني جورج بوش د جمهوري رياست په دوران کي د امريکا د سخت دريزه محافظه کارانو څخه کېدله . د رسنيو د خبره ګانو په عقيده فاکس نيوز هيڅکله هم خبري واقعيتونه تر خلکو پوري نه دي رسولي بلکه هغه څه چي خپاره کړي يې دي د بوش او سپيني ماڼۍ ډيکټې او يا د سخته دريزو محافظه کارانو د رضايت د حاصلولو د پاره وې .
پر عراق باندي د امريکا د ظالمانه پوځي يرغل په جريان کي (۲۰۰۳ کال) يو د هغه مواردو څخه چي فاکس نيوز خپل ځان د رسنيو دکارپوهانو تر مستقیم انتقاداتو لاندي راوستی وو، هغه ددې رسنۍ جانبدارانه موضع ګيري وه چي د کوچني بوش د جګړه ماري ادارې د پاليسيو څخه يې الهام اخيست . فاکس نيوز د عراق د جګړې په جريان کي په خپلوګزارشو کي بر الا د خبر دانحصار او په هغه کي د لاسوهني کردار اداء کړی وو . په دغه جګړه کي د فاکس خبريالانو يکطرفه ګزارشونه تهيه کړي او زياتر ه خبرونه يې عوض ددې چي راساً خپاره سي هغه به يې د امريکا و پوځي مقاماتو ته راجع کول ، په خپلو خپرونو کي به يې د هغوی په ډيکټه لاس وهنه کوله او د امريکايي عسکرو د تلفاتو دقیق رقم به يې نه ښوده . را وروسته په خبر کي دغه د عينيت او سلاميت مسئله د مخاطبانو لخوا تر جدي پوښتني لاندي را غله .
د تېر کال (۲۰۰۹) په سپټامبر کي د اوباما د دولت او فاکس نيوز تر مينځ هم يو غير رسمي اختلاف را منځته سوی وو ، دهمدې اختلاف په وجه وو چي د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما پرېکړه کړې وه د فاکس نيوز د شبکې نه ماسېوا ځان د نور ټولو رسنيو په برنامو کي ظاهر کړي . دغه کار په واقعيت کي د هغه مخالفت او منفي جهت ګيرۍ په ځواب کي عکس العمل وو چي فاکس نيوز د اوباما د صحي خدمتونو د پېشنهادي برنامې په وړاندي څرګندکړی وو. حتی د اوباما د مشاورينو څخه يو کس ويو ايس نيوز (US News) ته ويلي وه چي د اوباما د جمهوري ریاست په دوران کي سپينه ماڼۍ هيڅکله هم د فاکس نيوز په خبري بولټنو کي په منصفانه توګه نه وه منعکسه سوې . وروسته بيا د سپيني ماڼۍ مقاماتو فاکس نيوز ته د يوې «غير خبري شبکې» نوم ورکړ او ويلي يې وه چي « فاکس نيوز شبکه د يوه پلټونکي همکار په توګه د جمهوري غوښتونکود ګوند د ارتباطي بازو په حيث عمل کوي » .
د افغانستان او عراق په ظالمانه جګړو کي دډله ييزه رسنيونقش او د هغوی اهميت هغه وخت د عوامو د قضاوت په تله کي راغلی چي خپل جانبدارنه ګزارشونه يې و ټولو ته رسوا سول . د متحده ایالاتو د رسنيو جګړه او د واقعي تصوير په نه ارایه کولو او د خپلو مخاطبانو د اعتماد په جذبولو کي شرمناکه کارنامه شاته پرې ايښېده . ددې جګړو د اثراتو څخه يوه دا هم وه چي امريکا د خپلو رسنيو و وجهي ته چي د ډيموکراسۍ څلورم رکن بلل کيږي، يوه سنګينه ضربه ورکړه . رسنيو په دې ناروا جګړو کي خپل اعتبار له منځه يووړ، داځکه چي خپل تحلیلونه يې د درواغو اوجعلي شواهدو پر اساس او ددې جګړو د سازمان ورکونکو د ګټو پر مبنا عیار کړي وه .
نن په کلي توګه په امريکا کي د ډله ييزي رسنيو مهار د روپرټ مرډاک غوندي څو د ګوتو په شمېر امريکايي شخصي کمپنيو په لاس کي راغلي دي . هغه احصائيه چي مطبوعاتي کارپوهانو وړاندي کړېده د غرب د ډله ييزه رسنيو په سلو کي ۷۰ اختیار د يهودي بانک لرونکو او لويو سرمايه دارانو په لاس کي دي . ۲۵ ٪ يې د څو مليتيزه کارټلان ، د بانکو مالکان او ټرا سټان کنټرولوي ، يوازي ۵ ٪ يې ډموکراټان او ملي ګرا عناصر اداره کوي چي هغه هم د مشکلاتو له بابته يې دموادو کيفيت او تخنيکي ظرافت په ضعيف حالت کي قرار لري . پر رسنيو باندي دغه شاني يوه سرطاني پېچلې انحصاري شبکه په نړۍ کي د هيوادو د لاندي کولو د پاره استعماري او امپرياليستي اهداف تعقيبوي .تر هغو چي په رسنيو باندي دغه شاني غير طبيعي انحصار موجود وي عوام د هغوی و ټولو محصولاتو او د خبرو د خپرولو و طريقې او موادو ته د شک په سترګه ګوري ، دا ځکه چي ددغه عظیمو کمپنيو اولنی هدف په امريکا او نړۍ باندي اقتصادي او فرهنګي بابايي ده نه د کره اطلاعاتو رسول .
دغه کوچنۍ اقليت داسي پريکړي کوي او داسي تبليغاتي هدفونه ټاکي چي د خلکو د بنيادي ګټو سره تضاد لري . دغه د رسنيو مالکان دي چي و ټولني ته وايي په کومو شيانو بايد وپوهيږي او کوم شیان بايد تر هغوی و نه رسیږي؛ کومي پيښي بايد ورته ګزارش سي او پر کومو باندي تله تېره کي؛ کومي ديدګاوي بايد و ارزول سي؛ کوم سياست دان باید شایسته، امين ، د اعتماد وړ او توانمنده معرفي کړل سي او کوم بل يې بيا بدنامه، کډو، بې صلاحيته، خطرناکه، افراطي او متعصبه و بولي . دغه کار ښيي چي د همدغه کوچني اقلیت قدرت تر يوه صدراعظم يا د هغه تر کابينې لا هم زیات دئ . دغه اقليت و عمومي افکارو ته شرطونه تعينوي چي سیاستمداران يې بايد د هغه په چوکاټ کي عمل وکړي؛ هغه ته احترام ولري او د ټاکل کېدو په صورت کي د هغوی شرايط او ګټي مد نظر ولري .
برنارد کوهن (Bernard Cohen) چي د سیاسي علومو دانشمند دئ ، وايي چي :« رسني به ممکن موږ ته و نه وايي څرنګه فکر وکړو، خو په حيرانوونکې توګه موږ ته په اطمينان سره دغه خبره تلقينوي چي په څه شي کي بايد فکر وکړو» . دا هغه څه دي چي د امريکا او نړۍ غاصبه ثروتمندان يې په نړۍ کي دغه شاني تلقیناتو په شیندلو سره د فاکس نيوز غوندي رسنيو لخوا اجرا کوي او دداسي نظامو څخه دفاع کوي چي د هغوی بنيادونه پر ناپوهۍ، درواغو او د خلکو پر اغوا او فريب باندي ولاړ دي.
مأخذونه او منابع:
http://en.wikipedia.org/wiki/Fox_News_Channel
http://www.foxnews.com
http://en.wikipedia.org/wiki/News_of_the_World
http://en.wikipedia.org/wiki/Rupert_murdoch
http://en.wikipedia.org/wiki/News_Corporation
http://en.wikipedia.org/wiki/John_Moody_(journalist)
http://www.stateofthemedia.org/2005/
http://people-press.org/report/559/
Tuccille, J, (2003), Rupert Murdoch, , New York: Bread books.
American Journalism Review:
http://www.ajr.org/article.asp?id=4236
Vaughn, S. L. (2007). Encyclopaedia of American Journalism, CRC Press.
ددې لړۍ خپرې سوي برخي :
– هندو
- – فرانس پريس
– الاهرام
– رويټر
– ايتارتاس
– بي بي سي
۰- شينهوا
– شپيگل
– لومونډ
– الجزيره
– ګارډين