هلمند، کندهار، کوټه؛ کابل- پېښور؛ وزيرستان؛ سوات، بنير، باجوړ؛ د افغانانو هر لوېشت خاوره په اور او د افغان لوڼو-زامنو په وينو کې لمبېږي. له بلې خوا پدې وروستيو کې د سياسي فعاليتونو بازار هم ښه تود شوى ښکاري. د دې فعاليتونو د ثقل مرکز په ځانګړې توګه کابل ښار دى. څوک نوي ګوندونه جوړوي؛ څوک هيواد ته د “سولې” د راتګ په خاطر د نړۍ هر ګوټ ته په زرګونو کيلومتره خپل اوږده سفرونه يادوي؛ له موجودو “واکدارانو” او مخالفانو څخه يې غواړي چې قدرت دوى ته وسپاري. داسې فعاليتونو ته د نږدې يو شمېر روښانفکرانو پر اند، د دې لوبو سرکښان د روانې وضع په اړه “ښه تحليلونه” وړاندې کوي. خو سړى هغه وخت له تريو تندي سره مخامخ شي کله چې د دې پروژو د عملي کولو په اړه پوښتنه وکړي. واقعيت دا دى چې که څه هم دا ډول فعاليتونه يو ډول بوختياوې برابروي، خو په هغوى کې نه د هيواد او ولس د راتلونکې او برخليک په هکله کوم نوى پيغام شته او نه د هغوى د بريا او نابريا سوال پيدا کېږي.
نو واقعيت څه دى؟
واقعيت دا دى چې پر افغانانو د دوه-سوه شل کاله اوږدې غميزې بنسسټيز زړي په دوه واقعيتونو کې پراته دي: د افغان ملت د آرو دودونو او کلتور د محو کولو پر لور هڅې او پرځاى يې د اجنبي کلتور قايمول. دا کار د مغولو له زمانې راپيل، بيا تر پرنګي او ورپسې د پرنګي-پنجابي “پاک-فوج” او بيروکراسۍ پورې پر تمام امانت دوام درلود او لري يې.
د افغان ملت د ستر بېرحمه قاتل، ضياالحق، پر لاس ٣٥ کاله افغان لوڼو- زامنو وژنه او تباهي د دې ظالمانه پاليسۍ ژوندۍ بېلګه ده. نو بله لار نشته او اړينه ده د افغان وژنې او پر افغان وينو تجارت کولو ته د پاى ټکى کېښودل شي او د دې لپاره، تر هرڅه د مخه لومړى په تېرو درۍ نيمو لسيزو کې پر افغان ملت د تپل شوي اجنبي کلتور:
(د ريا کلتور؛ د افغان ملت پر عقايدو، مقدساتو، نواميسو دتېري او تجارت کلتور؛ د مسلمان په جامه او تر اسلامي شعار لاندې له اسلام او مسلمانانو سره د دښمنۍ کلتور؛ د خپل ملت او خاورې د مقدراتو په اړه د بې تفاوتۍ کلتور؛ د بنده د بندګۍ کلتور؛ د تشدد، ظلم، ناروا او بېرحمۍ کلتور؛ او له پاکه ربه پرته بل څه ته د سر ټيټولو کلتور…) – ريښې بايد وچې او ويستل شي او پرځاى يې د افغان ننګيالي ملت د پېړيو تجربه شوي دودونه او ملي سمبولونه، چې بېله استثنا د ګردو افغانانو لپاره د منلو وړ دي، تاند او وده وکړي.
او دويم د افغان ملت ګرده خاوره او اولس په رڼا ورځ پرنګي غلا کړي؛ دا دوه پېړۍ يې په خپل کور او خپل وطن کې وژني؛ د نړۍ د نخچې له مخه د افغانانو د ورک کولو لپاره د پرنګي او لاسپوڅو جرنيلانو پروژې يې اوس هرچا ته د لمر په شان څرګندې دي. اوس دا هم هر چاته څرګنده ده چې د افغان ملت ترمنځ د پرنګي امپيرياليزم خيالي درول شوي څلي هم ړنګ شوي دي.
“د ١٨٨١ کال په اپريل کې برتانيا له کندهار ووتله. په ١٨٨٠ کې د امير شيرعلي خان د تره زوى، عبدالرحمن خان، په منځنۍ اسيا کې له تبعيد څخه راوګرځېد او ځان يې د کابل امير اعلان کړ… د ١٨٩٣ کال ډيورند لاين د برتانوي هند او افغانستان د سلطنت ترمنځ د نظم او قانون د خوندي ساتلو د مسئوليت زونونه [سيمې] وو. هغه هېڅکله هم د قانوني نړيوالې پولې په نيت نه وه ښکل شوې. افغانستان پدې توګه، که څه هم هېڅکله داروپايي امپريالي حکومت تر ولکې لاندې نه و، له روسيې سره د يوه حايل په توګه پاتې و.” بريتانيکا دايرةالمعارف، ٢٠١٠ کال
‘The British finally withdrew from Kandahār in April 1881. In 1880 Abd al-Ramān Khan, a cousin of Shīr Alī, had returned from exile in Central Asia and proclaimed himself emir of Kabul. During the reign of Abd al-Ramān, the boundaries of modern Afghanistan were drawn by the British and the Russians. The Durand Line of 1893 divided zones of responsibility for the maintenance of law and order between British India and the kingdom of Afghanistan; it was never intended as a de jure international boundary. Afghanistan, therefore, although never dominated by a European imperial government, became a buffer between Tsarist Russia … Encyclopaedia Britannica 2010
“ډيورند لاين” يوه “خيالي کرښه” ده. د کارګر ګوند د بهرنيو چارو وزير، ډېويډ ميلابانډ.
‘Durand Line’ is “An imaginary line” David Milliband – Labour Minister of Foreign Affairs
“ډيورند لاين د افغان او برتانوي چارواکو ترمنځ د نفوذ کرښه وه. د “ډيورند لاين” تړون او ګرد نور رسمي اسناد.
“Durand Line” was a ‘Line of influence’ of the Afghan and British authorities. ‘Durand Treaty’
د “ډيورند لاين” تړون په ١٩٩٣ کال پاى ته ورسېد.
The agreement expired in 1993.
“په هغه وخت [١٨٩٣] کې پر دې موافقه شوې وه چې، لکه د هانکانګ پر څېر به، هغه سيمه چې د برتانوي هند شمالي صوبه سرحد په نوم يادېده، بېرته افغانستان ته وسپارل شي. په کابل کې هېڅ حکومت هم ډيورند لاين په رسميت نه و پېژندلى؛ او نه يې پرې د برتانيا او يا بيا وروسته د پاکستان ولکه پېژندلې وه.” طارق علي؛ ډېويډ لاين؛ مايکل ګريفين او په زرګونو انلاين اخځونه
‘It was agreed at the time that, on the Hong Kong model, after a hundreds years all of what became the North-West Frontier Province of British India would revert to Afghanistan. But no government in Kabul accepted the Durand line any more than they accepted British, or, later, Pakistani, control over the territory.’ Tariq Ali; David Lyon; Michael Griffin, the author of ‘Reaping The Whirlwind’; and thousands of online references.
نو اوس د اويا مليونه افغان ملت يواځنۍ فريضه دا ده چې د افغانانو د ملي سمبول احمدشاه ابدالي بابا تر برمن بيرغ لاندې په يوه موټي، لوړ او رسا غږ په نړيوالو پلټفورمونو کې د مستبد غليم ګريوان ته لاس واچوي او ترې وغواړي چې زموږ له خاورې او ټاټوبي څخه ووزي. د افغان ملت ادعا پر حقه ده؛ د عدم تشدد فلسفې باني او پالندوى دى؛ پر چا د ظلم او ناروا نيت نه لري؛ او هوډ کوي چې له بشپړ خپل تاريخي هيواده پرته به، چې هره لوېشت يې ورته مالوم دى، پر بل څه راضي نه شي.
يا ربه توفيق!
احمدشاه ابدالي جرګه