کور / تازه خبرونه / کندهار: د طالبانو اکمالوونکى نيول سوئ دئ

کندهار: د طالبانو اکمالوونکى نيول سوئ دئ

د کندهار محلي چارواکي وايي افغان او ايتلافي ځواکونو پرون ماښام په بولدک ولسوالي کي دوه تنه طالبانو ته د اکمالاتو د رسولو په تور نيولي دي.
د کندهار له ولايت مقام څخه خپره سوې خبر پاڼه وايي دغه کس له خپل يوه بل ملګري سره د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د يادي سوي ولسوالۍ په يوه کلي د چاپې پر مهال نيول سوي چي له امله يې هيچا ته ځاني او مالي تاوان نه دئ رسېدلى.
په خبر پاڼه کي د نيول سويو کسانو نومونه نه دي په ګوته سوي خو وايي چي دوى طالبانو ته د بمونو د جوړولو دپاره چاودونکي مواد لېږدول.